د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوز دیر کې د ځمکې پر سر لانجه: له ډزو نهه تنه مړه او ۲۰ نور ژوبل


دغه جګړه د دوو ځای اوسېدونکو ملک جهانزېب او شیرین اکبر ترمینځ د ځمکې په سر له لانجې وروسته رامنځ ته شوې ده چې بېګاه تر ناوخته روانه وه.
دغه جګړه د دوو ځای اوسېدونکو ملک جهانزېب او شیرین اکبر ترمینځ د ځمکې په سر له لانجې وروسته رامنځ ته شوې ده چې بېګاه تر ناوخته روانه وه.

د خیبر پښتونخوا د کوز دیر په تورمنګ دره کې د دوو ډلو ترمینځ د ډزو په تبادله کې نهه کسان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

پولیسو او د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکیو مشال راډیو ته ویلي چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه ماسخوتن د تورمنګ په یوه جنازه ګاه کې دوو مخالفو ډلو پر یو بل ناتاره ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې یې نهه کسان ووژل شو او ۲۰ نور ټپیان دي.

په دغه اړه مشال راډیو سره په خبرو کې یو ځای اوسېدونکي بلال خان وویل:" ټپیان د درملنې لپاره د تیمرګرې او پېښور روغتونونو ته وړل شوي دي."

دغه جګړه د دوو ځایي اوسېدونکو ملک جهانزېب او شیرین اکبر ترمینځ د ځمکې پر لانجه شوې ده چې بېګاه تر ناوخته روانه وه.

داهم وګورئ:

خیبر پښتونخوا: روژه کې د ځمکو پر سر شخړې زیاتې شوي

سهېلي وزیرستان: د ځمکې پر سر دوو قبیلو په شخړه کې درې تنه مړه، شپږ ژوبل

د دوتاڼو او ځليخېلو ترمنځ اوربند خو په کوم شرط؟

د پېښې وروسته د ملک جهانزېب یو رشته دار نمایش خان مشال راډیو ته وویل: "په دغه پېښه کې د ملک جهانزېب یو زوی ملک فهد وژل شوی او بل زوی ملک دانش پکې سخت ژوبل شوی دی."

د کوز دیر چارواکي وايي، په سیمه کې یې پولیس ځای پر ځای کړي دي او د پېښې پلټنې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په قبایلي سیمې کې په دا وروستیو کې د ځمکو پر سر شخړې او په هغه کې د مرګ ژوبلو کچه بېخي زیاته شوې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG