د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو برید اووه عسکر وژلي


په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ۲۰۱۴ز کال په جون مياشت کې د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات شوي ول.
په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ۲۰۱۴ز کال په جون مياشت کې د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات شوي ول.

د پاکستان پوځ وايي چې په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو په یوه حمله کې د دوی اووه سرتېري وژل شوي دي.

پوځي سرچینو ویلي چې دغه پېښه د نهې پر ورځ د شپې مهال په سپینه مېله، اسمان منزه سیمه کې شوې ده.

په روانه سېپټېمبر میاشت کې په وزیرستانونو کې بیا بیا امنیتي پېښې رامینځ ته کېږي. د سېپټمبر پر ۱۳مه په جنوبي وزيرستان کې په بدر سيمه کې د عسکرو پر موټر د تحريک طالبان پاکستان له لوري د یوه مشکوک ځانمرګي بريد له کبله يو عسکر وژلی او څلور نور یې ژوبل کړي ول.

تر دې وړاندې د اګست پر ۱۱مه هم په جنوبي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان په یوه ځانمرګي برید کې د یوه برېګېډییر په ګډون درې عسکر ژوبل شوي ول.

بلخوا په شمالي وزیرستان امنیتي چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۰مه نېټه ویلي ول چې د میرعلي په حیدر خېلو کې يې یو وسله وال وژلی او درې وسله وال او د هغوی درې مبینه همکاران یې هم نیولي وو. چارواکي ویلي دي چې په دې عملیاتو کې د مامور په نامه وسله وال وژل شوی او د صفي الله، شامین او غفور په نومونو درې تنه وسله وال نیول شوي دي.

د دوی په وینا، وژل شوي او نیول شويو وسله والو له حافظ ګل بهادر او صادق نور وسله والو ډلو سره اړیکې لرلې.

امنیتي چارواکي وايي چې وژل شوي او نیول شوي وسله وال په میرعلي کی د مې پر ۲۱مه، د جولاي پر ۱۳مه، د جون پر ۲۱مه او د سېپټېمبر پر درېيمه نېټه په شویو هدفي وژنو کې ککړ ول.

د دوی په وینا، دې وسله والو پر امنیتي عسکرو هم په شویو بریدونو کې لاس درلود. خو زیاتره وخت د پاکستاني پوځ د داسې ادعاوو په ازاده توګه پخلی نه دی شوی.

په عین وخت کې د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې وسله والو یو تن وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

پولیس چارواکو مشال راډيو ته ویلي چې د سېپټېمبر پر ۱۰مه وسله والو په تحصیل دته بویه کې یو ځايي تن نعیم وژلی او یو بل تن یې زخمي کړی دی.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې. دا په روان کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۴م هدفي برید دی.

په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ۲۰۱۴ز کال په جون مياشت کې د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات شوي ول.

د پاکستان پوځ وروسته ادعا کړې وه چې سيمه یې له جنګياليو پاکه کړې ده او وروسته له سيمې کډه شوي زياتره کسان بېرته ستانه شول.

خو له دې را وروسته په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې پيل شوې چې لا هم په دوامداره توګه روانې دي.

ځايي خلک ادعا کوي چې وسله وال طالبان بیرته منظم شوي او د دوی په وينا حکومت يې په مخنيوي کې ناکامه شوی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو په وار وار د دغسې ناامنيو پرضد مظاهرې، هړتالونه او پرلتونه وهلي دي.

دوی تور پورې کوي‌ چې د وسله والو د بیا منظمېدو او هدفي وژنو ترشا په خپله د پاکستان د جاسوسي او امنیتي ادارو لاس دی، خو هغوی دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

په وزیرستانونو کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا په بریدونو کې زیاتوالی په داسې حال کې زیات شوی چې په افغانستان کې طالبانو د هېواد کنټرول حاصولولو وروسته هلته خپل سرپرست حکومت اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG