د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د بیان ازادۍ لپاره د خبریالانو احتجاج


اسلام اباد کې د بیان ازادۍ لپاره د خبریالانو احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

په اسلام اباد کې د پاکستان د خبریالانو سازمانونو د رسنیو د پرمختیا او نظم یوې نوې ادارې جوړولو لپاره د حکومتي قانوني مسودې پرضد احتجاج کړی. لسګونه خبریالانو د سېپټېمبر پر ۱۲مه د پارلېمان لوري ته لاریون وکړ او بیا یې پرلت وواهه. د خبریالانو احتجاج د سېپټېمبر پر ۱۳مه هم روان وو چې ماخوستن مهال پای ته ورسېد. دوی وايي، حکومت د میډیا ډېوېلپمېنټ اتارټۍ (رسنیو د پرمختیا ادارې) جوړولو لپاره یوه قانوني مسوده تیاره کړې چې ورسره به په هېواد کې د بیان ازادي د بندیزونو او محدودیتونو ښکار شي. حکومت دا مسوده نه ده په ډاګه کړې خو وايي، د نوې ادارې موخه د رسنیو لپاره کاري چوکاټ ټاکل دي او ورڅخه پر سرغړوونکو به له ۱۰ لکو تر ۲۵ کروړو روپو جرمانې لګېدلی شي. حکومت وايي، د مسودې له لارې ټولې رسنۍ تر یوې ادارې لاندې راوستل غواړي او د رسنیو د انتظام نورې سرکاري ادارې به ختمېږي. ویډیويي رپورټ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG