د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران د اټومي مرکزونو د کېمرو مرمت لپاره نړيوالو څارونکو ته اجازه ورکوي


رافایل ګروسي د سېپټېېمبر پر ۱۱مه تهران ته ورسېد.
رافایل ګروسي د سېپټېېمبر پر ۱۱مه تهران ته ورسېد.

ایران سلا شوی چې د خپلو اټومي مرکزونو د څارګرو کېمرو د مرمت لپاره نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکړي چې په دې توګه د حساسو مرکزونو ویډیو رېکارډولو عمل دوام ولري.

تهران دا اعلان د سېپټېمبر پر ۱۲مه نېټه تر هغې وروسته کړی چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي په تهران کې د ایران د اټومي پروګرام ادارې له مشر محمد اسلامي سره وليدل.

د ليدنې هدف دا وو چې د تهران او غربي نړۍ ترمنځ د ایران د اټومي تړون د بیا بحالولو لپاره د ځنډېدلو خبرو مخې ته خنډونه ختم کړي.

د ایران سختدریځه ولسمشر ابراهیم رییسي سږ کال په اګست میاشت کې واک ترلاسه کړی او تر هغه وروسته هغه هېواد ته د ګروسي دا لومړی سفر دی.

په نړیوالو بندېزونو کې د نرمښت په بدل کې د ایران اټومي پروګرام محدودولو په اړه د تهران او نړیوالو ځواکونو ترمنځ خبرې اترې سږکال د جون له میاشتې راهیسې درېدلې دي.

د سېپټېمبر په پیل کې د اټومي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې په خپل یو رپورټ کې ویلي ول چې ایران د زیات غني شویو اورانييمو ذخیره پرله پسې زیاتوي.

په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې تهران سږ کال په فېبرورۍ میاشت کې د دې ادارې څارونکو ته د خپلو اټومي مرکزونو د څار نظام ته له لاسرسي انکار کړی وو او له هغه راهیسې یې د تصدیق او څارنې چارې هم په جدي ډول ټکڼۍ کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د سېپټېمبر پر اتمه خبرداری ورکړی وو چې امریکا د ایران له خوا د خنډ جوړونې له کبله له هغه هېواد سره موافقې ته د رسېدو د هڅو پرېښوولو ته نېږدې شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG