د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټيلرسن: له ايران سره جوهري تړون ناکامه شوی


ريکس ټيلرسن وويل، د ايران په اړه داسې هراړخيزه تګلارې ته اړتيا ده چې پکې له هغه هېواداه د ور وړاندو ګواښونو حل پروت وي.

د امريکا بهرنيو چارو وزير له ايران سره په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې پر شوي تړون سخته نېوکه کړې او ويلي چې تړون يوازي د ايران اټومي ځواک جوړېدو هدف ځنډوي خو په منځني ختيځ کې د تهران له خوا روانو پارونو ته ځواب نه وايي.

ريکس ټیلرسن خبرې غونډې ته وويل چې د ټرمپ انتظاميه به د ۹۰ ورځنۍ ارزونې پر مهال نه يوازې د دې جاج اخلي چې ايران پر تړون څومره عمل کړی بلکې دا به هم ګوري چې ایا د تهران رویه په منطقه کې د امريکا ګټو ته لا هم تاوان رسوي او که نه؟

که څه هم ايران بیا بیا ويلي چې جوهري وسلې نه جوړوي خو ريکس ټيلرسن وويل، د ايران جوهري وسلو تکل د نړی سولې او ثبات ته ګواښ دی او که ژور نظر ورباندې و نه ساتل شي نو ښايي ايران هم د شمالي کوريا پر لار ولاړ شي.

نوموړي زياته کړه چې جوهري تړون د يو غير جوهري ايران رامنځ ته کولو په هدف کې ناکامه شوی او يوازي د تهران جوهري وسلو ترلاسه کولو مقصد کې ځنډ رامنځ ته کوي.

د ايران د جوهري وسلو تکل د نړی سولې او ثبات ته ګواښ دی او که نظر ورباندې و نه ساتل شي نو ښايي د شمالي کوريا پر لاره ولاړ شي. ريکس ټيلرسن

ښاغلي ټيلرسن زياته کړه چې تړون يوازې د لنډې مودې لپاره د يو داسې ځواک چې د جوهري وسلو ترلاسه کولو هدف لري واخېست خو د ستونزي حل يې راتلونکي نسل ته ورپرېښود.

نوموړي وويل، ټرمپ انتظاميه د ايران دغه ستونزه راتلونکې انتظاميې ته نه پرېږدي.

ريکس ټیلرسن زياته کړه چې هم دې ته په پام سره د ټرمپ انتظاميه ددې ستونزو او اندېښنو په رڼا کې د تړون د جاج اخستو اراده لري.

د ده په وينا د ايران په اړه داسې هر-اړخيزه تګلارې ته اړتيا ده چې پکې له ايرانه د ور وړاندو ګواښونو حل پروت وي.

ايران او نړۍ ځواکمنو هېوادونو په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې جوهري تړون کړی وو
ايران او نړۍ ځواکمنو هېوادونو په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې جوهري تړون کړی وو

ريکس ټيلرسن دغه سختې څرګندونې تر هغه وروسته کړې چې نوموړي يوه ورځ وړاندې د تهران په اړه نرمه لهجه خپله کړې وه او کانګرس ته ويلي ول چې ايران د تړون ټول شرطونه پوره کړي دي.

ايران او د نړۍ ځواکمنو هېوادونو په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې جوهري تړون کړی وو چې تر مخه يې تهران د اقتصادي بنديزونو نرمولو په ځواب کې د جوهري وسلو نه جوړولو ژمنه کړې وه.

تړون د پخواني ولسمشر باراک اوباما په واکمنی کې شوی وو چې هغه دا يوه لويه لاس ته راوړنه بللې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG