د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان به دا ژمنه پوره کړي چې افغان خاوره د بل چا ضد استعمال ته نه پرېږدي: جنرل افتخار


دا خبره د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای اېس پي‌ ار - ویاند میجر جنرل بابر افتخار د اګست پر ۲۷مه په راولپنډۍ کې خبري غونډې ته کړې ده.
دا خبره د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای اېس پي‌ ار - ویاند میجر جنرل بابر افتخار د اګست پر ۲۷مه په راولپنډۍ کې خبري غونډې ته کړې ده.

د پاکستان پوځ وايي طالبان به پر خپلو کړو دې وعدو عمل وکړي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پرضد استعمالېدو ته پرېنږدي.

دا خبره د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای ایس پي‌ ار - ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د اګست پر ۲۷مه په راولپنډۍ کې خبري غونډې ته کړې ده.

نوموړي‌ د افغانستان حالاتو ته په اشاره وویل چې د پاکستان اړخ ته حالات په قابو کې دي.

ده وویل، "موږ د طالبانو پر خبرو باور کوو، او یقین ساتو چې هغوی به په دې لړ کې موثره ګامونه پورته کړي چې تحریک طالبان پاکستان به د پاکستان پرضد ګامونه پورته نه کړای شي."

ده زیاته کړه چې په پاکستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان تنظیمونه ختم کړي دي او بیا هم خپل حفاظت ته تیار دي.

بابر افتخار وویل چې پاکستان له افغانستان سره پر پوله ۹۰ فیصده اغزن تار لګولی دی او له ایران سره پر پوله هم ورته کار روان دی.

ده وویل، "کوم حالات چې روان دي، د ناکرارۍ نوبت شته، نو هم دا وجه ده چې موږ مستقل عسکري ځواکونه له دې وړاندې هم خپلو سرحدونو ته لېږلي دي او پر هغو داخلي او خارجي لارو چې تګ راتګ ورباندې کیږی."

جنرل افتخار وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولې ۸۷ لارې وې او په هغوی کې ۱۷ قانوني ګرځول شوې دي او نورې ټولې تړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG