د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته تللی


د برتانیې بهرنیو چارو وزير ډومینیک راب. انځور- ارشیف
د برتانیې بهرنیو چارو وزير ډومینیک راب. انځور- ارشیف

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب د سېپټېمبر پر دویېمه په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر دویمه په یو خپور شوي بیان کې ویلي چې ډومینیک راب به د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او ځینو نورو حکومتي چارواکو سره خبرې کوي.

تمه ده چې په دغو خبرو کې د افغانستان پر حالاتو زیات بحثونه وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل دې بیان کې زیاتوي چې پاکستان او برتانیا دواړه د افغانستان حالات له نېږدې څاري او دواړه هېوادونه په دې اړه په رابطه کې دي.

ډومینیک راب تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر دویمه دوحې ته تللی وو او هلته یې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن سره یو ګډ خبري کنفرنس ته وویل چې باید طالبان په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت جوړولو ته زیات پام وکړي.

د راب په وینا، برتانیا به ژر طالبان په رسمیت ونه پېژني. هغه زیاته کړه چې طالبان باید د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره مسووله وګرځول شي.

ډومینیک راب له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن سره د خبري کنفرنس پر مهال.
ډومینیک راب له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن سره د خبري کنفرنس پر مهال.

د برتانیا بهرنیو چارو وزیر د دې مسلو تر څنګ له افغانستانه د پاتې برتانویانو د خوندي ایستلو په مسلې ټینګار وکړ او همداراز یې هغو افغانانو ته هم تود هرکلی ووایه چې تازه برتانیا ته رسیدلي دي.

له کله چې امریکا له هوايي ډګره خپله وروستۍ الوتکه د اګست پر ۳۰مه پورته کړه ورسره په ډګر کې دننه د سیسټمونو د غیر فعاله کېدو او د ګڼو پوځي الوتکو او ګاډو د ویجاړېدو راپورونه هم خپاره شول.

د امریکا دفاع وزارت ویلي پوځي مهمات چې پکې الوتکې هم شاملې دي تخریب یا غیرپوځي کړي دي.

امریکا او اتحادیانو یې د اګست ۱۴مې نېټې راهیسې له افغانستانه د یو لاکهـ ۲۳زره څخه ډېر بهرملکیان او افغانان ایستلي دي، خو اوس هم په زرګونو داسې خلک ګير دي چې په ۲۰ کلنۍ جګړه کې یې د اتحادیې ځواکونو سره مرسته کړې وه.

په عین حال کې ملګرو ملتونو هم د یوه پرېکړه لیک له لارې په طالبانو غږ کړی دی چې د هغه خلکو لپاره خوندي لاره برابره کړي چې له افغانستانه وتل غواړي.

طالبانو ژمنه کړې چې افغانانو ته به له هیواده د وتلو او د ورتلو اجازه ورکوي، خو ډېر خلک اوس هم د دوی په ارادو شک لري.

XS
SM
MD
LG