د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د تاجکستان، افغانستان او ازبکستان پر پوله پوځي تاسیسات جوړوي


د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډه پوله
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډه پوله

په دوشنبه کې د امریکا سفارت د تاجکستان، افغانستان او ازبکستان پر سرحد د پوله ساتونکو تاسیساتو جوړولو پلان اعلان کړی دی.

سفارت دا اعلان د سېپتېمبر پر لومړۍ نېټه په داسې حال کې کړی چې طالبانو په افغانستان کې د مینځني اسیايې هیوادونو پولې ته نېږدې ډېرې سیمې په ولقه کې اخېستې دي.

امریکايي سفارت وايي، پلان لري چې دا پروژه په ۲۰۲۲ز کال کې پیل شي چې له مخې به يې پر پوله نوي ځواکونه ځای پر ځای کولای شي چې هغه به د کوم خطر په غبرګون په توندۍ سره فعالیتونه کولای شي.

د مینځنۍ اسیا هیوادونه له افغانستانه امنیتي خطرونو او له دې جنګ ځپلې هیواده د کډوالو د راتګ په اړه اندیښمن دي.

په دوشنبه کې د امریکا سفیر جوهن پومیرشیم ویلي دي چې په پوله د تاسیساتو جوړول د امریکا او تاجکستان تر منځ د امنیتي همکارۍ او په مینځنۍ اسیا کې د امنیت ټینګ ساتلو یو بل مثال دی.

امریکا ۲۰۰۲ز کال راهیسې له تاجکستان سره له ۳۰۰ میلیونه ډالرو زیاتې امنیتي مرستې کړې دي. په عین حال کې روسیه چې په تاجکستان او کرغزستان کې پوځي اډې لري وايي چې له افغانستانه د راوچتېدونکي هر ډول ګواښ په صورت کې به په مینځنۍ اسیا کې د خپلو اتحادیانو دفاع کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG