د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د کندهار، هېلمند او هرات په ګډون د پینځو ولایتونو مرکزونه نیولي: رپورټونه


په کندهار کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ تر نښتو وروسته د ښار له یوې برخې لوګي خېژي - د ۲۰۲۱ز د اګست ۱۲مې انځور.
په کندهار کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ تر نښتو وروسته د ښار له یوې برخې لوګي خېژي - د ۲۰۲۱ز د اګست ۱۲مې انځور.

رپورټونه وايي، د کندهار، هېلمند، هرات، بادغیس او غور ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوشمېر ولایتي مرکزونه د افغان ځواکونو له مقاومته پرته نیولي دي.

یوشمېر سرچینو د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته د یادو ولایتونو د مرکزونو د سقوط خبره تایید کړې.

هلته د کورنیو چارو وزارت ویلي، د ځینو ولایتونو مرکزونه د پوځي ستونزو له کبله د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي. د وزارت مرستیال ویاند، حامد روشن د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، "په ځینو ولایتونو کې څه ستونزې وې. د دغو ستونزو له کبله له بده مرغه امنیتي او دفاعي ځواکونه په دفاع نه دي توانېدلي، یا هم نورې ستونزې وې."

له رپورټونو سره سم، د کندهار والي او ټول امنیتي مسوولان ۲۰۵ اتل قول اردو ته په شا شوي او د ولایت ودانۍ او د ښار زیاتره برخې له طالبانو سره دي.

لسګونه افغانان له ناامنیو کابل ته کډه شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

د هېلمند په مرکز لښکرګاه کې هم دولتي ودانۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي او چارواکي د ۲۱۵ میوند قول اردو ته په شا شوي.

له هراته راغلي رپورټونه وايي، امنیتي او نور چارواکي د هرات ۲۰۷ ظفر قول اردو او د ولایت هوايي ډګر ته تللي دي.

د هرات د ولایتي شورا یوه غړي مشال راډیو ته ویلي چې طالب وسله والو د ولسي پاڅون مشر اسماعیل خان ونیوه.

وروسته د طالبانو یوه ویاند وویل چې اسماعیل خان یې کور ته انتقال کړی دی. د نوموړي وسله واله ملېشه له وروستیو اوونیو راهیسې په هرات کې د طالبانو پرضد جنګېده.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې اسماعیل خان په ګاډي کې ناست دی.

نوموړی په ویډیو کې وايي چې په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات ته هیله من دی.

سرچینو چې نه یې غوښتل نومونه وښيي وویل چې د بادغیس مرکز قلعه نو او د غور مرکز فېروزکوه هم سقوط شوي دي.

د افغانستان د یوشمېر ولایتونو له مرکزونو د سختو نښتو رپورټونه راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست له شپږمې راهیسې د زرنج، غزني او کندوز په ګډون د یوشمېر نورو ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

په عین حال کې افغان ولسمشر اشرف غني د اګست پر ۱۱مه د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ته ورغی او هلته یې له چارواکو او سیاستوالانو سره د هېواد په شمال کې د پراخو عملیاتو پیلولو په اړه خبرې وکړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG