د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زیارت د پرلت مشرانو په بلوچستان کې احتجاجونه او کاربنديز اعلان کړی


د زیارت پرلتوال له سيمې د اېف سي ځواکونو د اېستلو غوښتنه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:04 0:00

د زیارت پرلتوال له سيمې د اېف سي ځواکونو د اېستلو غوښتنه کوي

د بلوچستان په زیارت کې لېويز سرتېرو د وژنو پرضد د روان پرلت مشرانو د سېپټېمبر له دويمې په پښتون مېښتو سيمو کې احتجاجونه او کاربندېز اعلان کړی دی.

د پرلت مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ نواب اياز خان جوګيزي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه ناوخته پرلتوالو ته په وينا کې د راتلونکې تګلارې په اړه وویل:

((د پرلت لخوا پر ټولو سياسي ګوندونو او قبايلي مشرانو غږ کوم چې د سېپټېمبر پر درېيمه يعني د جمعې په ورځ به په پښتانه وطن کې مظاهرې کېږي. د شنبې په ورځ به شټر ډاون وي، يعني ټول بازارونه به بند وي. د اتوار په ورځ به د بلوڅو له سياسي مشرانو سره خبره کوو او په ټوله صوبه کې به پيه جام هړتال کوو.))

پرلتوالو د وژل شويو درې لېویز سرتېرو مړي ایښي او غوښتنه کوي چې اېف سي ځواک دې د دوی له سیمو څخه ووځي. دا احتجاجي پرلت، چې نن (سېپټېمبر پر دويېمه) يې اوومه ورځ ده، له هغه وروسته پيل شو چې کله د اګست پر ۲۶مه د زیارت ماڼګې ډېم ته نېږدې د سړک غاړې بم د لېویز ځواک درې سرتېري ووژل.

که څه هم بلوڅ بېلتونپاله ډلې (بلوچستان لبرېشن ارمي) د دې پېښې ذمه واري منلې وه، خو پرلتوال ادعا کوي چې د دوی په سيمه کې "د ناامنۍ سرچينه" هلته مېشت سرحدي ځواک يا اېف سي دی.

صوبايي حکومت له پرلتوالو سره څو ځلې ليده کاته کړې خو ترمنځ يې مذاکرات لا هم کومې نتيجې ته نه دې رسېدلي.

د صوبې د داخله چارو وزير ضیا الله لانګو د اګست پر ۲۸مه نېټه له پرلتوالو سره ليدلي ول او ويلي وو چې وژل شوي لېويز سرتېري د حکومت اثاثه وه او دوی به يې قاتلان زر ونيسي. نوموړي د نواب ایاز جوګيزۍ په مشرۍ يوه مذاکراتي کمېټۍ جوړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG