د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه زیارت کې د درې لېویز وژل کېدو پرضد پرلت د اګست پر ۲۹مه لا هم روان دی.
پرلتوالو د اګست پر ۲۶مه د وژل شوو درې لېویزو مړي یښي او د حکومت پرضد یې احتجاج ته دوام ورکړی دی.
پرلتوالو تر دوو ورځو له د بلوچستان له مرکز کوټې څخه خیبر پښتونخوا او پنجاب ته تلوونکی ټرېفیک هم بند کړی وو.
خو د اګست پر ۲۸مه د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو په مشرۍ د یو پلاوي تر ورتلو وروسته یې تړلې لاره خلاصه کړې خو ناستې ته یې دوام ورکړی دی.
د پرلت مشري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ نواب ایاز جوګیزی کوي او د هغه تر څنګ د یو شمېر ګوندونو مشرانو او استازو هم ورته ویناوې کړې دي.
د پرلت د مشرتابه په غوښتنه د اګست پر ۲۸مه د بلوچستان په یو شمېر پښتون مېشتو سیمو کې کاربندیز هم شوی وو.
دا له هغه وروسته ده چې د اګست پر ۲۶مه د زیارت ماڼګې ډېم ته نژدې د سړک غاړې بم د لېویز درې عسکر ووژل.
د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني هغه ورځ پر ټویټر لیکلي وو چې په وژل شوو کې مېجر، رصالدار او سپاهي شامل وو.
له پاکستانه ازادي غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې – بلوچستان لبرېشن ارمي – یې زمه واري منلې وه.
د دې پېښې پرضد د روان پرلت ګډونوال ادعا کوي چې د بلوچستان صوبايي حکومت د ولس د ژوند او مال په ژغورلو کې پاتې راغلی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي نصرالله زېري مشال راډیو ته وویل چې د ایین له مخې د ریاست لومړۍ زمه واري د ولس د ژوند او مال ساتنه ده.
په صوبايي حکومت کې د شریک عوامي نشنل ګوند مخکښ حاجي نظام الدین کاکړ وویل چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره د ولسونو او قامونو یووالی ډېر مهم دی.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر ضیا لانګو د اګست پر ۲۸ د پرلت ځای ته ورغلی او هلته د جرګې د مشر نواب ایاز خان جوګیزي په مشرۍ کې یو کمېټۍ هم جوړه شوې ده چې له لوړپوړو صوبايي چارواکو سره به خبرې کوي.
د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو وویل چې په دې پېښه کې وژل شوي لېویز د ریاست اساسه وه نو ځکه به حکومت د هغوی په وژلو کې ککړ کسان زر تر زره ونیسي.
نوموړي وویل چې د حکومت تر تسلۍ وروسته یې سړک خلاص کړی خو د ده په وینا، د زمه دار واکدارانو او انتظامي چارواکو پرضد به پرلت روان وي.