د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د حکومت او زیارت پرلتوالو مذاکرات لاهم بریالی شوي نه دي


د بلوچستان زیارت پرلتوال له ضلع څخه د اېف سي ځواک د وتلو غوښتنه کوي.
د بلوچستان زیارت پرلتوال له ضلع څخه د اېف سي ځواک د وتلو غوښتنه کوي.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه زیارت کې د درې لېویز چارواکو د وژنې پرضد پرلت لا هم دوام لري.

پرلتوالو د اګست پر ۲۶مه د وژل شوو درې لېویزو مړي ایښي او غوښتنه کوي چې اېف سي ځواک دې د دوی له سیمو ووځي.

دغو پرلتوالو دوه ورځې وړاندې له کوټې څخه خیبرپښتونخوا او پنجاب ته تلونکې لار تړلې وه خو د اګست پر ۲۸مه د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو په مشرۍ د یو پلاوي تر ورتللو وروسته یې بېرته خلاصه کړه.

د کورنیو چارو وزیر ويلي ول چې په دې پېښه کې وژل شوي لېویزچارواکي د ریاست اثاثه وه نو ځکه به حکومت د هغو په وژنو کې ککړ کسان زر تر زره نیسي.

نوموړي د جرګې د مشر نواب ایاز خان جوګیزي په مشرۍ کې یو کمېټۍ هم جوړه کړې وه چې له لوړپوړو صوبايي چارواکو سره به خبرې کوي. خو د حکومت او د احتجاج کونکیو ترمنځ په خبرو کې لا هم څه پرمختګ نه دی شوی.

د پرلت مشري د پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند یو مشر نواب ایاز جوګیزی کوي او د هغه تر څنګ د یو شمېر نورو ګوندونو مشران هم په احتجاج کې برخه لري.

د پرلت د مشرتابه په غوښتنه د اګست پر ۲۸مه د بلوچستان په یو شمېر پښتون مېشتو سیمو کې کاربندیز هم شوی وو.

دا له هغه وروسته ده چې د اګست پر ۲۶مه د زیارت مانګې ډېم ته نږدې د سړک غاړې بم د لېویز درې عسکر ووژل. له پاکستانه ازادي غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې (بلوچستان لبرېشن ارمي) د دې پېښې زمه واري منلې وه.

نواب ایاز جوګيزي په خپله وينا کې په بلوڅ وسله والو ږغ کړی چې خپله جګړه دې د پښتنو سيمو ته نه وروړي.

XS
SM
MD
LG