د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ نوی ګوند اعلان کړ


قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزيرستان استازي محسن داوړ نوی ګوند اعلان کړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:35 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ او د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د ملي جمهوري غورځنګ په نوم د يوه نوي سياسي ګوند اعلان کړی دی. نوموړي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې په پاکستان په ځانګړې توګه په پښتونخوا کې د يوه ملتپاله جمهوري ګوند تشه احساسېدله نو ځکه دوی نوی ګوند جوړ کړ. خو نوموړي په عين حال کې وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مبارزه کې به فعاله برخه اخلي. په دې اړه نور حال د غلام غوث په ويډيويي راپور کې وګورئ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG