د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپا امريکا د کورونا وايرس د خوندي هېوادونو له فهرسته ايستلې


په فلورېډا رياست کې د ښوونځيو خلاصېدو په لومړۍ ورځ-عکس-ارشېف
په فلورېډا رياست کې د ښوونځيو خلاصېدو په لومړۍ ورځ-عکس-ارشېف

اروپايي ټولنې خپلو غړو هېوادونو ته سپارښتنه کړې چې امریکا د کرونا وايرس د خوندي هېوادونو له فهرست څخه وباسي.

دا پرېکړه وروسته تر هغه شوې چې په امریکا کې ورځ تر بلې د کرونا وایرس نوې پېښې زیاتېږي. په دې سره به اروپا ته له امریکا څخه په تګ راتګ څه ناڅه محدودیتونه ولګېږي.

اروپايي ټولنې د اګست پر ۳۰مه نېټه یو لارښود خپور کړ چې له مخې یې اسراییل، کوسوو، لبنان، مونټینګرو او شمالي مقدونیا هم د خوندي هېوادونو له کتاره ایستل شوي دي.

اروپايي ټولنه وايي، کوم لارښود چې له برسلز خپور شوی د سپارښتنې بڼه لري او غړي هېوادونه کولای شي د هغو شرایطو په اساس چلند وکړي چې د بهرنیانو د راتګ لپاره یې خپله وضع کړي دي.

له دې مخکې امریکايانو د قرنطین او اړین ټېسټ په څېر له محدودیتونو پرته اروپايي هېوادونو ته سفر کاوه.

امريکا بیا د اروپا له فشارونو سره سره د اروپایانو په مخ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لګېدلي محدودیتونه نه دي کم کړي.

په امریکا کې دا څو ورځې د کوویډ-۱۹ مثبتې پېښې په ورځنۍ کچه له یو لک کسانو اوښتي. یواځې د اګست پر ۳۰مه نېټه د ورلډ میټرس انفو ویب پاڼې له مخې نږدې ۱۲۰ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې څه بانډې پنځه نیم سوه تنه مړه دي.

ټول ټال د مثبتو پېښو شمېر نږدې ۴۰ میلیونو ته رسیږي او د مړو له ۶۵۶ زره اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG