د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو چارواکو په تورخم کې د دوو افغانانو وژل تایید کړي


افغان رسنۍ ادعا کوي چې د مړو شمېره زیاته ده او شاوخوا شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
افغان رسنۍ ادعا کوي چې د مړو شمېره زیاته ده او شاوخوا شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

په تورخم کې انتظامي چارواکي وايي چې د اګست پر ۲۷مه د افغانستان له ننګرهار څخه خیبر ضلعې ته په غېرقانوني توګه د داخلېدو پر مهال پاکستاني امنیتي سرتېرو دوه کسان وژلي او دوه یې ژوبل کړي دي.

په تورخم کې یوه انتظامي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې دې کسانو هڅه کوله چې هلته پر لګول شوي اغزن تار ور واوړي.

نوموړي زياته کړه، دې کسانو هڅه کوله چې په غېرقانوني توګه له افغانستانه پاکستان ته داخل شي خو په نښه شول.

افغان رسنیو لیکلي چې دا کسان ولسي وګړي ول او غوښتل یې پاکستان ته داخل شي.

دوی وايي، وژل شوي او ژوبل کسان د تورخم هغې غاړې افغان چارواکو له ځان سره وړي دي.

بلخوا افغان رسنۍ ادعا کوي چې د مړو شمېره زیاته ده او شاوخوا شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

په دې اړه لا افغان طالبانو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کورونا د کنټرول او څار ادارې د مې میاشتې له پينځمې نېټې پر تورخم دروازه یو شمېر سفري محدودیتونه لګولي دي.

دوی افغان وګړو ته اجازه نه ورکوي‌ چې د تورخم له لارې پاکستان ته داخل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG