د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلغاریا د کډوالو د مخنيوي لپاره له ترکیې او یونان سره خپلو پولو ته عسکر لېږي


له ترکيې سره د بلغاريه پوله چې کټارې ورباندې لګول شوي دي. (انځور، ۲۰۲۰ز کال)
له ترکيې سره د بلغاريه پوله چې کټارې ورباندې لګول شوي دي. (انځور، ۲۰۲۰ز کال)

بلغاریا اعلان کړی چې له ترکیې او یونان سره خپلو پولو ته له ۴۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې عسکر لېږي. داسې شکونه څرګندېږي چې دا سلګونه عسکر د هغو کډوالو د مخنیوي لپاره لېږل کېږي چې له افغانستانه اروپا ته روان دي.

ګڼ افغانان چې د ځمکې له لارې اروپا ته ځي، تر ډېره د بلغاریا له لارې تېرېږي.

د بلغاریا د دفاع وزیر ګيورګي پانایوتوف په یوه بیان کې ويلي چې د هېواد پر پولو باندې یې فشار مخ په ډېرېدو دی.

د پانايوتوف په وینا، دا عسکر به له پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو سره د موانعو په رامنځته کولو او نظارت کې مرسته وکړي.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې په دې وروستیو اوونیو کې د ترکیې او یونان سره پر پوله "د کډوالۍ فشار ډېر شوی".

یونان او ترکیې اروپا ته د کډوالۍ د نوې څپې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

پر افغانستان باندې د طالبانو لخوا تر کنټرول وروسته ګڼ خلک له دغه هېواده د وتلو په لټه کې دي.

اروپایي ټولنه د ۲۰۱۵ز کال د کډوالۍ د کړکېچ بیا تکرارېدو په اړه اندېښنه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG