د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته د قريشي د سفرونو هدف څه دی؟


شاه محمود قريشي د خپلو سفرونو په وروستۍ ورځ (د اګست پر ۲۶مه) په تهران کې له ايراني ولسمشر ابراهيم رييسي سره وليدل.
شاه محمود قريشي د خپلو سفرونو په وروستۍ ورځ (د اګست پر ۲۶مه) په تهران کې له ايراني ولسمشر ابراهيم رييسي سره وليدل.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په دا وروستيو کې د افغانستان څلورو ګاونډيو هېوادونو ته سفرونو کړي او هلته يې له چارواکو سره د طالبانو له کنټرول وروسته د افغانستان پر اوسني حالت او راتلونکې حکومت په اړه خبرې کړې دي.

قريشي د خپلو سفرونو په وروستۍ ورځ پرون (د اګست پر ۲۶مه) په تهران کې له ايراني ولسمشر ابراهيم رييسي او د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره وليدل او د افغانستان پر روان وضعيت يې خبرې ورسره وکړې.

له دې وړاندې په همدې ورځ نوموړي په عشق اباد کې د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف او د بهرنیو چارو له وزیر رشید میردوف سره ملاقاتونه وکړل. قريشي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې له ښاغلي بردي محمدوف سره د یوه سوله ییز افغانستان په اړه غږېدلی او دا چې په دې تړاو نېږدې همغږیو ته اړتیا ده.

له دې وړاندې د اګست پر ۲۵مه قريشي لومړی تاجکستان او وروسته ازبکستان ته سفرونه وکړل او هلته يې هم له ولسمشرانو او بهرنيو چارو وزيرانو سره د افغانستان د تازه اوضاع په اړه د پاکستان دریځ شریک کړ.

پر دې مهال د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وويل چې د افغانستان د سياسي او امنيتي ستونزو د حل لاره يو داسې ټولشموله حکومت دی چې د هېواد ټول لږکي برخه پکې ولري.

د اګست پر ۲۵مه د سيمې هېوادونو ته له سفر پيلولو مخکې قريشي په اسلام اباد کې په خپل ويډيويي پيغام کې له طالبانو او نورو افغان مشرانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د یوې هر اړخیزې سیاسي حللارې په اړه موافقې ته ورسېږي. د ده په خبره پاکستان د خبرو له لارې د افغانستان مسلې ته د سوله ییز او سیاسي حل موندلو په برخه کې خپل رول ته دوام ورکوي.

په کراچي پوهنتون کې د ژورناليزم د څانګې ښوونکی ډاکټر توصيف احمد وايې، د پاکستان دا رويه څرګندوي چې اسلام اباد په کابل کې د طالبانو په مشرۍ حکومت غواړي.

نوموړي د اګست پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل، طالبان چې جمهوريت پلوه نه دي، که په راتلونکې کې له بشري حقونو سرغړونه کوي، نو نړيوال به بيا پاکستان د دې ذمه واره ګرځوي.

"چين، روس او ايران د پاکستان د دې تګلارې بشپړ ملاتړ کوي نو د پاکستان لپاره يو جواز شته چې د منځنۍ اسيا هېوادونه هم په کابل کې د طالبانو په مشرۍ د ټولشموله حکومت منلو ته تيار کړي خو که په راتلونکي کې دا حکومت څه ډول د بشري حقونو سرغړونې کوي نو وروسته به پاکستان ته مسله جوړيږي او د طالبانو د حکومت دفاع کول به ورته ګران شي."

توصيف زياتوي که د طالبانو په مشرۍ ممکنه حکومت له افغانستانه د وسله والو ډلو په ويستلو کې پاتې راځي، نو بيا هم پاکستان ته مسلې جوړېدای شي.

د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرګ د اګست پر ۲۰مه ويلي و چې پاکستان بايد دا يقيني کړي چې افغانستان به له نړيوالو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل کوي. د ده په خبره دوی تمه لري چې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي او افغانستان بيا د نړيوالې ترهګرۍ لپاره په خوندي ځای بدل نه شي.

د پاکستان د کورنيو چارو پخوانی وزير او د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايې، پاکستان بايد بېطرفه پاتې شي او انتظار وکړي چې د نړۍ نور هېوادونه د افغانستان په اړه څه تګلاره خپلوي او دا هم معلومه شي چې افغان طالبان د تحريک طالبان پاکستان پرضد څه عملي ګامونه پورته کوي او که نه.

"پاکستان ته پکار ده چې د افغانستان پر ځای خپل هېواد ته پاملرنه وکړي چې د کابل د راتلونکي حکومت به پر پاکستان څه اثرات وي."

د پاکستان پخوانی سفارتکار اياز وزير بيا وايې پاکستان دا وخت د افغانستان په جوړجاړي کې ځکه فعاله دی چې غواړي په افغانستان کې امن راشي. د ده په خبره، د دواړو هېوادونو امن له يو بل سره تړلی دی.

نوموړي د اګست پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې نه يوازې پاکستان بلکې زياتره هېوادونه په افغانستان کې يو ټولشموله حکومت غواړي.

"زه د طالبانو ترجمان نه يم خو که طالبان چې اوس د مېرمنو د تعليم جاري ساتلو په ګډون نورې ښې خبرې کوي، نو بايد چې ملګرتيا يې وشي. خو که په راتلونکې کې بيا ټولشموله حکومت څه خراب کارونه کوي، نو بيا پاکستان خپلو پاليسيو ته له سره کتنه کولای شي."

طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونيو او دا مهال د پنجشېر ولايت پرته پر ټول افغانستان کنټرول لري. د طالبانو مشران دا مهال په کابل کې د افغانستان له بېلا بېلو سياستوالو سره په خبرو بوخت دي چې د دې هېواد د راتلونکې حکومتي جوړښت او حکومتولۍ په اړه يې نظر واخلي.

اسلام اباد ويلي، د طالبانو د راتلونکي ممکنه حکومت په رسميت پېژندلو پرېکړه به په یوازې سر نه کوي او په دې لړ کې له نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو سره په مشورو لګيا دی.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو لومړۍ واکمني چې له ۱۹۹۶ز کال څخه يې تر ۲۰۰۱ز کال پورې دوام کړی و، په رسمیت پېژندلې وه.

پاکستان په وار وار تورن شوی چې له طالبانو او په افغانستان کې یې د هغوی له جګړې ملاتړ کړی، خو پاکستان تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG