د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيواله ټولنه دې له طالبانو سره خبرې وکړي: مېرکل


مېرکل ويلي، زموږ هدف باید په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو ساتنه وي.
مېرکل ويلي، زموږ هدف باید په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو ساتنه وي.

د جرمني چانسلرې اېنګېلا مېرکل ويلي، له طالبانو سره بايد خبرې وشي. نوموړي پرون (د اګست پر ۲۵مه) په برلین کې د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې وویل، له طالبانو سره باید ټولې هوکړې مشروطې وي.

"زموږ هدف باید په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو ساتنه وي. نړیواله ټولنه باید پر دې موضوع له طالبانو سره خبرې وکړي. پر دې سربېره باید ټولې موافقې مشروطې وي."

اغلې مېرکل زیاته کړه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دا وېره شته چې دا هېواد یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ په پټنځای بدل شي.

له دې وړاندې د اګست پر ۲۴مه، د نړۍ د پرمختللو اقتصادي هېوادونو ډلې (جي ۷) له افغان ولس سره د خپلې کلکې ملګرتیا ژمنه کړې وه او پر افغانستان يې د طالبانو له قبضې وروسته د دغه جنګ ځپلي هېواد پر حالاتو سخته اندېښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG