د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن دې پر انتخاباتي اصلاحاتو راسره وغږېږي: عمران خان


اخوا اپوزیشن ګوندونه وايي، پر انتخاباتي اصلاحاتو باید په پارلېمان کې بحث وشي.
اخوا اپوزیشن ګوندونه وايي، پر انتخاباتي اصلاحاتو باید په پارلېمان کې بحث وشي.

د پاکستان وزیراعظم یو ځل بیا له اپوزیشن ګوندونو غوښتي چې پر انتخاباتي اصلاحاتو ورسره خبرې وکړي.

عمران خان د جون پر ۳۰مه په قامي اسمبلۍ کې د نوي مالي کال پر بودیجې د بحث پای غونډې ته په وینا کې وویل، په پاکستان کې تر ۱۹۷۰ز کال وروسته ټول عام انتخابات لانجمن ول او په وروستیو کې په ضمني او د سېنېټ په ټاکنو کې هم د درغلیو او بې قاعده ګیو تورونه پورې شول.

ده له اپوزیشنه وغوښتل چې د هېواد د ولسواکۍ لپاره دې ورسره خبرې وکړي.

د ده په وینا،" که څوک په پاکستان کې انتخابات وبایلي نو باید یې پایلې ومني. موږ له تېر یو کال راهیسې د اصلاحاتو وړاندیز کړی خو اپوزیشن ورباندې تر اوسه بحث نه دی کړی. نو زه ورڅخه غوښتنه کوم چې دا د حکومت او اپوزیشن د [سیالۍ] خبره نه بلکې د پاکستان د ولسواکۍ د راتلونکې [موضوع] ده."

اخوا اپوزیشن ګوندونه وايي، پر انتخاباتي اصلاحاتو باید په پارلېمان کې بحث وشي.

همداراز، د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په نوم د اپوزیشن ګوندونو د اېتلاف مشر مولانا فضل رحمان د جون پر ۲۰مه وویل، اساسي موضوع په انتخاباتو کې د پوځ او استخباراتي ادارو د مداخلې د مخنیوي لارې چارې لټول دي.

دا هغه تور دی چې پوځ په بیا بیا رد کړی او دریځ لري چې د انتخاباتي کمېشن په غوښتنه یې د ۲۰۱۸ز کال د انتخاباتي بهیر امنیت ساتلی وو او هېڅ مداخله یې پکې نه وه کړې.

پي ډي اېم له شاوخوا درو کلونو راهیسې تور پورې کوي چې پاکستان تحریک انصاف په هغو انتخاباتو کې په ټګۍ واک ته رسېدلی. خو انتخاباتي کمېشن د ۲۰۱۸ز کال انتخابات منصفانه او راڼه بولي.

XS
SM
MD
LG