د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جمهوري تحریک وايي اوسنی حکومت غیرجمهوري دی


د حزب اختلاف ګوندونه وايي چې د سوات جلسې لپاره ټولې تياریانې بشپړې شوې دي.
د حزب اختلاف ګوندونه وايي چې د سوات جلسې لپاره ټولې تياریانې بشپړې شوې دي.

د پاکستان جمهوري تحریک مشران وايي، د عمران خان په مشرۍ اوسني حکومت ړنګولو ته یې نوې تګلاره جوړه کړې ده.

د تحریک مشرانو دا څرګندونې د جولايي پر څلورمه د خیبر پښتونخوا په سوات کې پراخې ولسي غونډې ته په وینا کې کړې دي.

د یاد تحریک مشر مولانا فضل الرحمان وویل چې اوسنی حکومت غیرجمهوري او بې واکه دی.

د مسلم لیګ نواز ډلې مشر شهباز شریف جلسې ته په وینا، کې تور پورې کړ چې د عمران خان حکومت پاکستان تباه کړی دی.

ده وویل، لومړی بوره او غنم نورو هیوادونو ته ولېږي پېسې پر واخیستل شي او بیا یې بیرته له نورو هیوادونو راوړي او پېسې پرې اخلي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل، د پاکستان د بربادۍ بنیاد دا دی چې د پاکستان جنرالان د پاکستان ایین نه مني.

بل پلو د خیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان په یو بیان کې د پاکستان جمهوري تحریک دا جلسه ناکامه بللې او ویلي یې دي چې د اپوزېشن مشران د خپلو درغلیو پټولو لپاره سره یو شوي دي.

د تحریک مشر مولانا فضل الرحمان د مې پر ۲۹مه، په يوه خبري غونډه کې ویلي ول چې فیصله يې کړې چې د مظاهرو او احتجاجونو ترڅنګ به د حکومت د درغليو یا کرپشن پرضد عدالتونو ته هم ځي.

پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۲۰ز کال د سېپټېمبر پر ۲۰ مه په اسلام اباد کې د مخالفه ګوندونو د حکومت ضد جوړ کړی وو.

دوی تور پورې کوي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت په انتخاباتو کې د درغلیو له لارې جوړ شوی او پاکستان جمهوري تحریک غواړي چې ختم شي او په ملک کې دې بې پرې او شفاف انتخابات وشي.

په دې تحریک کې د ملک تر ټولو لوی اپورېشن ګوند مسلم لیګ نواز، پاکستان پيپلز ګوند، جمعیت علما اسلام ف ډله، عوامي نشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ګډون ټول ۱۱ سیاسي ګوندونه شریک وو.

خو لومړی ځل دی چې له پي ډي اېم څخه د پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند له وتلو وروسته ياد سياسي اتحاد په سوات کې جلسه وکړه.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ وفاقي حکومت دريځ لرې چې اپوزېشن ګوندونه د خپلو مشرانو د درغليو پټولو لپاره راغونډ شوي دي.

وزيراعظم عمران خان او نورو حکومتي‌ چارواکو په وار وار ویلي چې که په هېواد کې د کورونا ځپلو شمېر زیاتېږي نو ذمه واري به یې د دوی په وینا پر اپوزېشن ګوندونو وي.

دوی وايي، اپوزیشن ګوندونو د حکومت له خوا د خبرداري باوجود خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړی او د کورونا وبا له وجې د خلکو ژوند په خطر کې اچوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG