د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې ځايي کس په نښه شوی


د ۲۰۲۱ز کال دفيبروری مياشت کې د شمالي وزيرستان اوسېدونکو د هدفي وژنو پرضد احتجاج وکړ. عکس-ارشېف
د ۲۰۲۱ز کال دفيبروری مياشت کې د شمالي وزيرستان اوسېدونکو د هدفي وژنو پرضد احتجاج وکړ. عکس-ارشېف

پوليس وايي، په شمالي وزيرستان کې نامعلومو وسله والو يو ځايي کس وژلی دی.

د ميرعلي يو پوليس چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د اګست پر ۲۲مه نېټه په موټر کې ناستو کسانو د حېدر خېلو اوسېدونکی حسن خان باندې ډزې وکړې او ويې واژه. د ده په خبره، بريدګر تښتېدلي او دوی د نامعلومو کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده.

دا په روان کال کې ۳۸م کس دی چې نامعلومه کسان يې وژني خو تراوسه پورې د وژنو په تړاو هيڅوک نيول شوی نه دی. څو ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر شفیع الله ګنډه پور خبريالانو ته ويلي ول چې د هدفي بريدونو پلټنې به کوي، ککړ کسان به نیسي او سزا بع ورکوي.

د شمالي وزیرستان اوسیدونکي وايي چی د هدفي وژنو يوه نه ختمیدونکی لړی روانه ده چې له کبله يې خلک د ځان د امنيت په اړه اندېښمن دي.

په ۲۰۲۰ز کال کې هم په شمالي وزيرستان کې ۶۴ کسان په نښه کړل شوي ول خو پکې لاس لرونکي يو کس نه وو نيول شوی. د شمالي وزيرستان د مختلفو سيمو خلکو په سيمه کې د امنيت لپاره په وار وار مظاهرې، احتجاجونه او پرلتونه وهلي دي. حکومت ورسره په تړونونو کې ژمنې هم کړې خو د خلکو په خبره وروسته بیا دغسې پېښې تکرار شي.

په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو ډلو پرضد پوځي عملیات کړي وو چې په نتيحه کې يې تر يو ملين زیات کسان بېکوره شوي ول. وروسته پوځ اعلان وکړ چې سيمه يې له وسله والو پاکه کړې چې بیا بېکوره شوو خلکو ستنېدل پیل کړل.

خو ځايي خلک ادعا کوي چې په ځینو سيمو کې وسله وال بیا منظم شوي دي. حکومت وايي چې د وسله والو پرضد ځانګړې عمليات روان دي.

XS
SM
MD
LG