د لاسرسي ځای

تازه خبر

اماراتو ته د تلونکو پاکستانیانو چټک کورونا ټیسټونه په هوايي ډګرونو کې پیل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پاکستان متحده عرب اماراتو ته د تلونکو خلکو لپاره د هېواد په اوو هوايي ډګرونو کې د کورونا وایرس چټک پي سي ار ټېسټونو کولو اعلان کړی دی.


دا خبره د پاکستان د هوايي چلند ادارې – سيول اېویېشن اتارټۍ – مشر خاقان مرتضا د اګست پر ۱۳مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته کړې ده.

نوموړي ویلي، دا د متحده عرب اماراتو شرط دی چې هر ورتلونکی کس به تر سفر یوازې څلور ساعته وړاندې ټېسټ کوي.د ده په وینا، له همدې کبله یې د اسلام اباد، لاهور، کراچۍ، پېښور، کوټې، فیصل اباد او ملتان پر هوايي ډګرونو د مساپرو د اسانۍ لپاره د چټکو ټېسټونو مرکزونه جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا وخت د کورونا وایرس ناروغۍ له څلورمې څپې سره مخامخ دی.

د پاکستان د سرکاري وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د اګست پر ۱۳مه ۷۳ نور کسان له کوويډ ـ ۱۹ ناروغۍ نه مړه شوي او ۴،۷۸۶ پرې تازه اخته شوي دي. له دې سره تر اوسه په پاکستان کې د کورونا وایرس له وجې د مړو شوو کسانو شمېره ۲۴،۳۳۹ ته پورته شوې. په پاکستان کې تر اوسه یو ميلیون ۹۴ زره ۶۹۹ کسان پر کورونا اخته شوي خو نهه لاکه ۸۳ زره ۷۵۴ ترې بېرته رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې خلکو ته د کورونا پر وړاندې د واکسینو ورکولو لړۍ هم روانه ده. تر دې مهاله تر ۴۲ ميلیونو زیاتو کسانو ته د کورونا واکسین ورکړل شوي. په دې کې څه کم ۱۲ ميلیونو ته د کورونا وایرس د واکسینو دوه، دوه خوراکه ورکړل شوي او نېږدې ۳۴ ميلیونو ته یو، یو خوراک رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG