د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانانو د ملي بيرغ په پورته کولو سره د استقلال ورځ ولمانځله


افغانانو د ملي بيرغ په پورته کولو سره د استقلال ورځ ولمانځله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

د اګست پر ۱۹مه د افغانستان د بشپړ خپلواکۍ ترلاسه کولو ۱۰۲مې کليزې پر مهال د دې هېواد په يوشمېر ښارونو کې خلکو ملي بيرغونه يو ځل بيا وغوړول. د سرښار کابل په ګډون په ځينو نورو ښارونو کې هم لسګونه کسان لارو کوڅو ته راوتلي ول چې درې رنګه ملي بيرغونه يې په لاسونو کې ول. پر دې مهال په اسعد اباد کې ځينو لاريونوالو ته مرګ ژوبله واوښته، خو تر هغه يوه ورځ وړاندې په جلال اباد کې هم د طالبانو په ډزو لږ تر لږه درې لاريونوال وژل شوي ول. نور حال د احمد شاه اعظمي په ويډيويي راپور کې وګورئ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG