د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان له نړیوالو ځواکونو سره د کارکوونکو په لټون دي: ملګري ملتونه


د ملګرو ملتونو سند ښيي چې د ملي امنیتي ځواکونو سرتېري له تر ټولو زیات خطر سره مخاخ دي - انځور له ارشیفه
د ملګرو ملتونو سند ښيي چې د ملي امنیتي ځواکونو سرتېري له تر ټولو زیات خطر سره مخاخ دي - انځور له ارشیفه

د ملګرو ملتونو یو پټ سند څرګنده کړې چې طالبانو د هغو کسانو لټون هڅې ګړندۍ کړې دي چې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره یې کار کړی. دا سند چې رسنیو لیدلی پکې راغلي دي چې هغه کسان او کورنۍ یې د ځورونو او اعدام له خطر سره مخامخېدای شي.

دا رپورټ چې د ملګرو ملتونو د ګواښونو ارزونې سلاکارانو جوړ کړی پکې راغلي چې طالبان د هغو کسانو لېسټ لري چې نیول یې غواړي.

په سند کې راغلي چې هغه کسان له تر ټولو زیات خطر سره مخامخ دي چې په افغان پوځ، پوليسو او استخباراتي ادارو کې یې مرکزي رول لاره.

رپورټ وايي، طالبان د هغو افرادو د نیولو لپاره "کور په کور ګرځي"، د کابل هوايي ډګر ته تلونکي کسان څاري او په لویو ښارونو کې یې د تالاشۍ پوستې جوړې کړې دي.

د اګست ۱۸مې نېټې دا سند د ناروې د نړیوالو شننو مرکز په نوم سازمان جوړ کړی چې د ملګرو ملتونو ادارو ته استخباراتي معلومات ورکوي.

د هغه سازمان مشر کرېستیان نېلمن د اګست د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې طالبان "د هغو کسانو کورنۍ ځوروي،" ترې څېړنې کوي او په وینا یې "ورته 'له شریعت سره سمې' سزاګانې ورکوي."

د ملګرو ملتونو په سند کې زیاته شوې چې طالبان نوي جاسوسان ګوماري چې ورسره د هغوی د مطلوبو کسانو لېسټ ښايي نور هم لوی شي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د دې سند په اړه څه نه دي ویلي. البته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۱۷مه په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې عمومي عفوه یې اعلان کړې او حکومتي کارکوونکي له هېڅ ګواښ سره مخامخ نه دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG