د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت وايي، اسناد ښيي چې سلسله عليخېل تښتول شوې


په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر لور سلسله عليخېل. انځور- ارشیف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټول ترلاسه شوي اسناد ښيي چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر لور د جولای پر ۱۶مه تښتول شوې او شکنجه شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبره د جولای پر ۲۹مه له هغه وروسته په یوه اعلامیه کې وکړه چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویل، د افغانستان د سفیر لور سلسله علیخېل له پاکستانه وتلې خو په ترلاسه شویو تصویرونو کې نه ثابتېږي چې هغه دې تښتول شوې یا ځورول شوې وي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېڅ دلیل هغه جرم توجیه کولای نه شي چې د طبي راپورونو او نورو اسنادو پر اساس ثابت شوی وي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت همداراز وايي، د پاکستان حکومت له نړیوالو ژمنو او تړونونو سره سم د ډیپلوماتیکو استازیو، افغان ډیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو غړیو د امنیت ساتنې ذمه واري لري.

دغه وزارت له پاکستانه غوښتي چې د پېښې د څېړنې په اړه خپلې هڅې چټکې کړي، د هغې عاملان سمدستي ونیسي او سزا ورکړي.

افغانستان د دې پېښې په اعتراض کې خپل سفیر او ډیپلوماتان له اسلام اباد څخه وربللي دي.

XS
SM
MD
LG