د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان افغان پلاوی د سفیر د لور تښتونې په اړه له پلټنو خبر کړ


کابل وايي، په اسلام اباد کې د افغان سفیر لور سلسله عليخېل د جولای پر ۱۶مه تښتول شوې وه - انځور له ارشیفه
کابل وايي، په اسلام اباد کې د افغان سفیر لور سلسله عليخېل د جولای پر ۱۶مه تښتول شوې وه - انځور له ارشیفه

په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله عليخېل د لور د تښتونې پېښې د څېړلو لپاره له کابله تللي پلاوي د پاکستان د ځينو امنيتي ادارو له چارواکو سره کتلي دي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اګست پر اتمه په يو بیان کې وويل چې دې پلاوي ته یې د شویو تحقیقاتو په اړه معلومات ورکړل او د څارګرو کیمرو ويډيوګانې یې ورته وښودې.

افغان چارواکي وايي، د افغان سفیر لور سلسله عليخېل د جولای پر ۱۶مه، نامعلومه کسانو په اسلام اباد کې تښتولې وه، ورباندې یې تشدد کړی وو او څو ساعته وروسته یې پر یوه سړک غورځولې وه.

خو د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې نوموړې نه وه تښتول شوې او دا د پاکستان بدنامولو سازش دی.

دې بيان افغان حکومت خفه کړی وو نو ځکه یې خپل سفير او نور لوړپوړي ډېپلوماټان د احتجاج په توګه له اسلام اباده کابل ته وربلل. خو تېره اوونۍ يې د دې مسلې د تحقیقاتو لپاره پاکستان ته يو پلاوی واستاوه.

د جولای پر ۱۷مه نېټه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره هوکړه وکړه چې د دې قضیې د ښه څېړلو لپاره یو افغان پلاوی اسلام‌اباد ته استوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي چې افغان پلاوي ته یې شواهد وښوول او ورته یې وویل چې د افغان سفارت شکایت له واقعیتونو سره سمون نه خوري.

افغان حکومت اسلام اباد ته د پلاوي د سفر د پایلو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان په تړاو لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG