د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي، افغان جګړه خونړي پړاو ته رسېدلې


د ملګرو ملتونو امنیت شورا. انځور - ارشیف
د ملګرو ملتونو امنیت شورا. انځور - ارشیف

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اګست پر شپږمه، خپله بېړنۍ غونډه کې وویل، د افغانستان جګړه یوه "خونړي او ویجاړوونکي پړاو" ته رسېدلې ده.

په دې غونډه کې چې په افغانستان کې د ناکراریو له پراخېدو وروسته د افغان حکومت د غوښتنې پر اساس جوړه شوې وه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشرې ډیبرا لاینز، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشرې شهرزاد اکبر او د افغان حکومت او نورو هېوادونو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

د یوناما غبرګون:

د یوناما مشرې تر ډېره طالبان د وضعیت په خرابېدو ګرم وبلل او ویې ویل، هغې ډلې چې د خبرو له لارې یې د افغانستان د جګړې د حل ژمنه کړې ده، باید د ملکي وګړو ژوند په خطر کې نه وای اچولی.

د یوناما مشرې ډیبرا لاینز تر ډېره طالبان د وضعیت په خرابېدو ګرم وبلل
د یوناما مشرې ډیبرا لاینز تر ډېره طالبان د وضعیت په خرابېدو ګرم وبلل

مېرمن لاینز وویل، یوازې په تېره یوه میاشت کې چې د طالبانو حملې سختې شوي، ۱۰۰۰ تنه ملکي افغانان وژل شوي دي. مېرمن لاینز زیاته کړه، که د افغانستان د روان ناورین مخه همدا اوس ونه نیول شي نو ناوړه عواقب به یې له سرحدونو وړاندې ولاړ شي:

"نن دا فرصت لرو چې د ناورین یوه حالت ته د افغانستان د کېوتو مخه ونیسو. په ډاډ سره ویلای شم چې داسې یو ناورین به د افغانستان له سرحدونو وړاندې هم ناوړه عواقب ولري. زه باور لرم چې [د ملګرو ملتونو] امنیت شورا او په ټوله کې نړیواله ټولنه کولای شي، د ډېرو ناوړه احتمالاتو مخنیوی وکړي."

د بشري حقونو د کميسون غبرګون:

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشرې طالبان تورن کړل چې په کابل او ولایتونو کې ملکي او پوځي اهداف یو شان په نښه کوي. شهرزاد اکبر د ارګ د رسنیو د مرکز پر رییس، دواخان مینه پال وژونکې حملې ته د اشارې په ترڅ کې وویل:

"د طالبانو دا ظالمانه کار ښيي چې نه غواړي دولتي مامورین د ملکيانو په توګه ومني او په کابل، کندهار، غزني او نورو برخو کې د هغو وژلو ته دوام ورکوي. په ورځني ډول د جګړې له قوانینو پر سرغړونو سربېره په افغانستان کې د بشري حقونو لاسته راوړنې تر برید لاندې دي او د جګړې له پراخېدو سره د محدوېدو په حال کې دي."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي له غونډې وروسته په یو خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بحثونو هرکلی وکړ.

نوموړي زیاته کړه: "موږ په یوه خوله د امنیت شورا د دې او پخوانیو بیانونو هرکلی کوو چې وايي، په افغانستان کې به داسې یو حکومت په رسمیت ونه پېژني چې په زور واک ته ورسېږي او هېڅ هېواد به داسې حکومت ته مشروعیت ورنه کړي، مګر دا چې په ډیموکراټیکه طریقه انتخاب شوی وي."

د امریکا غبرګون:

د امریکا استازي غونډې ته وویل، طالبان باید له نړیوالې ټولنې دا واوري چې له پوځي لارې د دوی حاکمیت او د طالبانو د اسلامي امارت راتګ د منلو وړ نه دی.

​د بریتانیا غبرګون:

د بريتانیا استازي وویل، طالبان باید په دې پوه شي چې که خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي نو له ناوړه عواقبو سره به مخامخ شي او زیاته یې کړه چې بريتانیا به په افغانستان کې هغه حکومت په رسمیت ونه پېژني چې په زور واک ته ورسېږي.

د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره د اګست د شپږمې نېټې بېړنۍ غونډه د کابل په غوښتنه او د هند په نوښت جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د امنیت شورا د پينځو دایمي غړو او نورو هېوادونو استازو په روانو جګړو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG