د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند جګړه: لښکرګاه کې د بند پاتې ولسي وګړي په خوندیتوب د م.م اندېښه


ارشیف، د هلمند له جګړو یو شمېر بې ځایه شوي خلک
ارشیف، د هلمند له جګړو یو شمېر بې ځایه شوي خلک

ملګرو ملتونو په لښکرګاه کې د جګړې له لاسه د بند پاتې ولسي وګړو په خوندیتوب اندېښه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجارېک د اګست پر څلورمه په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې په لښکرګاه کې جګړې دواړو غاړو ته په لسګونه زره ولسي وګړي بند پاتې دي.

ملګري ملتونه وايي په جګړو کې د ډېرو ولسي وګړو د مرګ ژوبلې او په روغتونونو کې د زياتو زخميانو په اړه یې راپورونه ترلاسه کړي دي.

بلخوا د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه راپورونه وايي، هلته د افغان او امریکایي ځواکونه د ممکنه بمبار له وجې طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې خلک نه پریږدي چې له خپلو کورونو ووځي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په هلمند کې یو مدني فعال اغا محمد قریشي ازادي راډیو ته په ټیلیفون وویل چې خلکو ته دارنه تلفات اوښتي دي او یو شمېر خلک دا توان هم نه لري چې د جګړو له سیمو بل ځای ته کډه وکړي.

قریشي زیاته کړه: "د خلکو له کورونو د جګړې د سنګر په توګه استفاده کېږي، خلک هسې هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. دولت د جګړې د دوام په خاطر خلکو ته بشري مرستې نه شي رسولی نو په داسې وضعیت کې، د هلمند خلک له ټولو خواوو خصوصاً له طالبانو غواړي چې له دې ناروا جګړې لاس واخلي، د هلمند خلک پریږدي چې خپل عادي ژوند ته ور وګرځي."

طالبانو تر پرون پورې د لښکرګاه له لسو ناحیو نهه ناحیې نیولې وې.

د دوه سوه پنځلس میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات د ښار له استوګنو غوښتې دي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمې پرېږدي.

نوموړي وویل: "زه پوهېږم چې دا به تاسو ته ډېره سخته وي، زما لپاره هم دا سخته وه چې دا پرېکړه وکړم. زه نه غواړم چې زموږ خلکو ته زیان واوړي. زه د خپلو خلکو لپاره جګړه کوم. زه د خپل ملت، وروڼو او خویندو لپاره جګړه کوم، موږ ستاسو د راتلونکې لپاره جګړه کوو، نو زما هیله دا ده چې تاسو څو ورځې له خپلو کورونو بې ځایه شئ، ژر هغه سیمې چې موږ هلته عملیات کوو، پریږدئ."

جنرال سادات زیاته کړه چې د دولتي ځواکونو همدا نیت دی چې طالبان له لښکرګاه وباسي.

ازادي راډیو تېره شپه د ښارد امنیتي وضعیت په اړه او هلته د ملکیانو په ارتباط له دفاع وزارت او په قطر کې د طالبانو له دفتره د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه وکړه خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.

XS
SM
MD
LG