د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان له سولې ډارېږي: امریکا


قطر کې د طالبانو سیاسي استازي. انځور- ارشیف
قطر کې د طالبانو سیاسي استازي. انځور- ارشیف

په افغانستان کې د جګړو له اوج سره په کابل کې د امریکا سفارت ویلي، طالبان له سولې ډارېږي او یوازې د جګړې او تاوتریخوالي لاره پېژني.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن،د اګسټ پر شپږمه پر خپل ټویټر لیکلي:

"د طالبانو خشونت او نفرت هېڅکله هم د تل پاتې حکومتوالي بڼه نه وه، د دې ډلې له لوري مخکې د سرونو پرې کول، یرغلیز مرګ او اوسنی هدفي وژنې ښکاره کوي چې دوی یوازې تاوتریخوالی پېژني او له سولې ډارېږي، زه له دې ډلې غواړم، چې د سولې لاره خپله کړي."

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د برېتانیا دایمي استازې "بار بارا وودوار" ویلي چې لا هم د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو د لېرې کېدو لپاره کوم دلیل نشته.

مېرمن وودوارد "دې هندو" ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان وضعیت څاري، په ښارونو د طالبانو بریدونه، له انساني حقونو سرغړونه بریتانیا، هند او نور هېوادونو او په ځانګړي توګه د افغانستان ګاونډیانو ته یوه جدي اندېښنه ده.

نوموړې وايي: "موږ چمتو نه یو د طالبانو حکومت چې د زور له لارې واک ته ورسېږي او ترهګرۍ ته ژمن وي په رسمیت وپېژنو، موږ له ټولو اړخونو سره کار کوو، څو ډاډه شو چې څه ډول وتوانېږو د افغانستان د امنیت او ښېرازۍ لپاره د وتلو یوه لاره پیدا کړو، د وروستیو ۲۰ کلونو پرمختګونه او همداشان حقونو ته ځانګړې احترام لرو."

خو طالبان ټینګار کوي چې له امریکا سره د سولې د هوکړې له مخې باید د دوی د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو سازمان له تور لېسته لېرې شي او د افغان دولت له زندانونو دې د دوی بندیان خلاص شي.

خو افغان حکومت د طالبانو د غوښتنو د عملي کېدو لپاره د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په کمښت او پر اوربند ټینګار کوي، هغه څه چې تر اوسه طالبانو نه دي منلي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته وویل، دوی له امریکا سره د سولې هوکړې ته ژمن دي، خو امریکا دغه هوکړه تر پښو لاندې کړې.

دی وايي: "اسلامي امارت تر خپل وس او توان هڅه کړې چې افغانستان کې سوله ټینګه شي، خو امریکا نه ده توانېدلې چې خپلې ژمنې عملي کړي او د جګړې پلوي کوي، اوس هم بهرنیان په افغانستان کې حضور لري، موږ مجبور یو چې له هېواده دفاع وکړو، ځکه امریکایانو د جګړې لپاره زمینه برابره کړې."

دا په داسې حال کې ده، په افغانستان کې تر بل هر وخت جګړه او تاوتریخوالی زیات شوی، طالبانو د څو لویو ښارونو په مرکزونو له هغې جملې په هرات، هلمند، کندهار، شبرغان، تخار او نورو باندې بریدونه کړي.

د تازه راپورونو له مخې تېره شپه طالبانو د نیمروز په مرکز زرنج ښار هم یرغلیزه حمله کړې ده خو افغان دفاعي ځواکونو په شاه تمبولې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG