د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د دوو کښتیو ډوبېدو پېښه کې ۴ کسان وژل شوي


د ژغورنې اداره وايي، د جولای ۲۱مې پېښه د باجوړ په راغګانو بند کې شوې ده.
د ژغورنې اداره وايي، د جولای ۲۱مې پېښه د باجوړ په راغګانو بند کې شوې ده.

د باجوړ په راغګانو بند کې د دوو کښتیو د ډوبېدو له وجې لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي.

د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) د جولای پر ۲۲مه ویلي چې د پېښې له ځایه یې اووه کسان ژغورلي او د لږ تر لږه درې تنو د لټون عملیات روان دي.

د ادارې په بیان کې راغلي چې تر ۴۰ پورې لامبوزن په راغګان بند کې د ورکو کسانو لټون کوي.

دا بند د باجوړ له مرکز خاره د ختیځ لوري ته شاوخوا ۱۳ کېلومیټره لیرې پروت دی.

د عیني شاهدانو په وینا، خلک د جولای پر ۲۱مه د اختر سیل لپاره بند ته ورغلي ول او هلته په کښتیو کې ناست ول چې د یوې کښتۍ فرشي تخته ماته شوه او په ډوبېدو شوه. د دوی په خبره، کله چې بله کښتۍ د ډوبېدونکو کسانو مرستې ته ورورسېده نو هغوی ورټوپ کړ او د زیات وزن له وجې هغه کښتۍ هم ډوبه شوه.

دوی وايي، په لومړۍ کښتۍ کې شاوخوا ۱۵ کسان سپاره ول.

عیني شاهدان وېره ښيي چې ښايي د ډوبو کسانو شمېر تر درې زیات وي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د باجوړ استازي او د زکات او عشر چارو وزیر انور زېب خان ویلي دي چې انتظامیې د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت تر پېښې وروسته د راغګانو بند ته د خلکو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

صوبايي حکومت په پېښه کې د وژل شویو د کورنیو لپاره د درې، درې لکه او د ژغورل شویو لپاره د یو، یو لک روپیو د مرستو اعلان کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG