د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راتلونکې امریکايي ولسمشر د پاکستان، افغانستان، هند او چين په باب ممکنه پاليسۍ


جو بایډن او ډونالډ ټرمپ

د نومبر پر درېمه امريکايانو د دې لپاره رايې واچولې چې د ډونلډ ټرمپ او جو بايډن ترمنځ یو د ولسمشر په توګه غوره کړي. اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ريپبلکن ګوند او جو بايډن د ډېموکراټ ګوند غړی دی. که ډونلډ ټرمپ بیا راځي او یا هم جو بايډن د امريکا ولسمشر کېږي نو په داسې حالاتو کې د پاکستان، افغانستان، هند، چين او ایران په اړه د امريکا ممکنه پاليسۍ څه کېدای شي.

په لاهور کې د سيمه ييزو او نړيوالو چارو پوهه امتياز عالم وايي د ډونلډ ټرمپ په حکومت کې د پاکستان او امريکا اړیکې ښې شوي نو د پاکستان حکومت به غواړي چې ټرمپ بيا انتخابات وګټي خو نوموړی وايي که جوبايډن يې هم وګټې نو د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې به همداسې وي ځکه چې امريکا به غواړي د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان مرسته جاري وي.

امتياز عالم په سه شنبه مشال رېډيو ته وويل هغه ته نه ښکاري چې په دغه سيمه کې به د امريکا په تګلاره کې څه غټ بدلون راشي او د ده په خبره واشګټن به غواړي چې له هندوستان سره خپلې ستراتژيکې ملګرتيا ته دوام ورکړي: (( که یې بايډن ګټي يا يې ټرمپ خو ښکاري نه چې حالات به بدل شي ځکه چې د چين پر ضد امريکا له هندوستانه سره ډېره نږدې شوې او امريکا به غواړي چې د تجارت، نوې ټېکنالوجۍ او کاپي رايټس پرسر پر چين خپل موجوده فشار ته دوام ورکړي بلکې د چين خلاف به د بايډن حکومت نور هم سخت پوزيشن خپلوي.))

په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ پخوانی لفټننټ جنرل طلعت مسعود بيا وايي که څه هم د چين د کاروباري سرغړونو د مخنيوي لپاره به پر دې هېواد د هندوستان په مرسته د امريکا فشار جاري وي خو تمه ده چې د بايډن په حکومت کې به د واشنګټن له بيجېنګ سره تجارتي اړيکې ښي شي ځکه چې بايډن پر دې پوهه دی چې امريکا ته د خپل تجارت زياتولو لپاره له چين سره اړيکي ښې کول ضروري دي. البته طلعت مسعود په سه شنبه مشال رېډيو ته وويل که جوبايډن ولسمشر شي نو کېدای شي چې په دغه سيمه کې د پاکستان ارزښت يو څه ښه شي: ((د پاکستان په حوالې سره به زه دا وويم چې د دې سيمې په اړه د جوبايډن پوهاوی ډېر ښه دی او هغه په افغان سوله کې د پاکستان له ارزښته خبر دی. له دې وجې هم د پاکستان اهميت زيات دی چې دا يو اټومي هېواد دی او بله دا چې له مسلمان هېوادونو سره يې هم اړيکې ښې دي. خو د پاکستان په اړه د امريکا د موجوده حکومت په پاليسيو کې به ډېر بدلون نه راځي ځکه چې د ټرمپ پر وړاندې د هند څومره اهميت دی نو هغه د بايډن پر وړاندې هم دی.))

د يادونې ده چې د پاکستان او هند ترمنځ له ډېر وخت راهيسې اړيکې ترینګلي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ څو وارې جنګ هم شوی دی.

بلخو په سه شنبه له مشال رېډيو سره په خبرو کې د کراچۍ پوهنتون د جرنلزم څانګې استاد توصيف احمد بيا وويل که جوبايډن د امريکا ولسمشر شو نو کېدای شي چې په پاکستان کې د حکومت لخوا په ولسي ټولنو او خبريالانو لګېدلي بنديزونه کم شي: ((د دواړو ګوندونو د سياسي امېدوارانو په پاليسيو کې ډېر فرق نه وي خو په تېر وختونو کې ډېموکراټ ګوند په پاکستان کې د ولسي ټولنو او جمهوريت د پياوړتيا لپاره کوششونه کړي دي نو که بايډن ولسمشر جوړيږي نو کېدای شي چې په پاکستان کې د حکومت لخوا په ولسي ټولنو او خبريالانو په لګېدلي بنديزونو د امريکا رويه سخته شي او دا به د عمران خان حکومت لپاره ښه پېغام نه وي.))

ياده دې وي چې پاکستان وايي په هېواد کې يې ولسي ټولنې او صحافت ازاد دی.

په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکی او د پاکستان پخوانی ډپلوماټ اياز وزير بيا په سه شنبه له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل هغه ته نه ښکاري چې په امريکا کې د ولسمشر له بدلېدو سره به د دغې سيمې په اړه د امريکا په تګلاره کې کوم خاص بدلون راشي: ((په امريکا کې هر نوی حکومت د پخواني حکومت پاليسۍ مخې ته وړي او د دې ښه مثال افغانستان دی. د ۲۰۲۰ م کال راپدېخوا د افغانستان په اړه د امريکا د ټولو ولسمشرانو پاليسيانې تر ډېره حده يو شان وې.))

يادو څلور واړو شنونکو (کارپوهانو) وويل که څه هم په امريکا کې د ولسمشرۍ لپاره د ريپبلیکن کانديد ډونلډ ټرمپ ويلي دي چې هغه غواړي د روان کال د دسمبر ۲۵ مې پورې ټول امريکايې پوځونه له افغانستانه اوباسي خو د دوی په خبره بايډن به غواړي چې ځواکونه يې تر اوږده وخته په افغانستان کې پاتې شي، ځکه که يو خوا په افغانستان کې د تشدد پېښې زياتې شوي نو بلخوا په قطر کې د افغان دولت او وسله والو ترمنځ د سولې په روانو خبرو کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

دوی دا هم وويل چې له ايران سره د امريکا او د نړۍ نورو طاقتورو هېوادونو اټومي تړون چې د ډېموکراټ ګوند په پخواني حکومت کې شوی و نو که د دې ګوند غړی جو بايډن ولسمشر جوړېږي نو کېدای شي چې امريکا بيا په دغه تړون کې داخله او له ايران سره يې اړیکې ښې شي. ياد تړون پر ۲۰۱۵ کال وشو، چې له مخې یې ايران له خپل اټومي پروگرامه لاس پرسر شو او لوېديځوالو ورباندې لگولي بنديزونه نرم کړل. خو په ۲۰۱۸ م کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې هېواد یې د ایران له اټومي تړونه چې د ده په خبره له لومړۍ ورځې له خامیو ډک دی وځي.

XS
SM
MD
LG