د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو سلګونه کسان نیولي او د پولې اخوا یې زنداني کړي: د کندهار والي


د کندهار والي روح الله خانزاده
د کندهار والي روح الله خانزاده

د کندهار والي وايي، وسله والو طالبانو د غچ اخيستنې د حملو په لړ کې په سپین بولدک ولسوالۍ کې په سلګونو کسان نیولي او د پولې اخوا یې پې زندانونو کې ساتي.

روح اله خانزاده، د اګست پر درېیمه نېټه ناوخته د افغانستان ملي ټېلېويژن ته په خبرو کې وویل، تر اوسه د څه باندې ۴۰ کسانو مړي تثبیت شوي دي:

"په سلګونو کسان لادرکه دي، خو مړي د ټولو نه دې موندل شوي. یوازې د ۴۰ او ۴۵ ترمينځ مړي پیدا شوي دي. هغه معلومات چې زه يې لرم، دغه نیول شوي کسان د پولې اخوا ته اړول شوي او هلته زندانیان دي. اکثریت یې د حکومت سرتېري او کارکوونکي وو."

په همدې اړه د اګست پر دوهمه په کابل کې د امريکا او بریتانیا سفارتونو په یوه ګډ بیان کې وویل، وسله والو طالبانو د غچ اخيستنې د حملو په ترڅ کې لسګونه ملکي وګړي په ډله ییز ډول وژلي، چې جنګي جرمونه ګڼل کېدای شي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ویلي و، چې وسله والو طالبانو د جولای پر ۱۴مه د سپین بولدک له نیولو وروسته شاوخوا ۴۰۰ تنه ولسي وګړي یا ونیول او یا یې ووژل.

خو وسله وال طالبان دا ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG