د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل برید د څلورو وسله والو په وژنه پای ته ورسېد


په کابل کې د برید ځای
په کابل کې د برید ځای

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په شیرپور کې د افغانستان د سرپرست دفاع وزیر د کور مخې ته د تېرې شپې برید د څلورو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

وزارت ویلي چې په دې پېښه کې نورو خلکو ته زیان نه دی اوښتی، خو سرپرست دفاع وزیر بسم الله محمدي د اګست پر درېیمه شپه ناوخته رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې په برید کې ده او د ده د کورنۍ غړو ته زيان نه دی اوښتی خو د نوموړي په وينا یوشمېر ساتونکي يې ټپیان شوي دي.

اې اېف پي خبري اژانس د امنیتي او روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دې برید کې څلور کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG