د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په کندهار کې لسګونه عام خلک وژلي: افغان حکومت


د کندهار سپین بولدک سیمه. انځور - ارشیف
د کندهار سپین بولدک سیمه. انځور - ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر وسله والو طالبانو تور پورې کړی چې پر کورونو بریدونه کوي او په کندهار کې یې لږ تر لږه ۱۰۰ ولسي وګړي وژلي دي.

دا هغه تور دی چې په خپلواکه توګه یې تصدیق نه شي کېدای.

د افغانستان طلوع نیوز ټېلېوېژن د کورنیو چارو د وزارت ویاند میرویس ستانکزي له خولې ویلي،"ظالم ترهګر د سپین بولدک په ځینو سیمو کې د بې ګناه افغانانو په مېنو ورننوتي، کورونه یې لوټلي او ۱۰۰ بې ګناه وګړي یې وژلي دي".

تر دې مخکې د جولای ۲۱مې پر ماخوستن د کندهار د مرکزي روغتون مشر ډاکتر محمد داوود فرهاد مشال راډیو ته ویلي ول چې په تېرو ۱۰ ورځو کې د کندهار ولایت د مرکز، ډنډ ولسوالۍ او سپین بولدک په ګډون له هغو سیمو څخه ۳۴۶ ژوبل کسان میرویس روغتون ته وروړل شوي چې پکې جګړه روانه ده.

د ده په خبره، په تېرو ۱۰ ورځو کې روغتون ته ۷۷ مړي وروړل شوي چې د زیاترو پېژندګلوي نه ده شوې او "داښې ښکاري چې په هغوی کې ډېری ولسي وګړي دي."

ویل کېږي چې سپین بولدک د طالب وسله والو تر کنټرول لاندې دی. خو طلوع نیوز ټېلېوېژن وايي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسي وګړو په وژنه کې د ککړتیا تور رد کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG