د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې هدفي بریدونو ولس اندېښمن کړی


د جلال اباد ښار یوه برخه - انځور له ارشیفه
د جلال اباد ښار یوه برخه - انځور له ارشیفه

د جلال اباد ښار اوسېدونکي هدفي بریدونو اندېښمن کړي دي. دوی وايي چې هره ورځ د ښار په بېلابېلو سيمو کې هدفي بریدونه تر سره کېږي او عاملين يې په تېښته بریالي کېږي.

دوی له حکومت نه غواړي چې د هدفي بریدونو مخه ونیسي او عاملین يې د قانون منګولو ته وسپاري. بلخوا چارواکي وايي، دوی هڅه کوي چې د هدفي بریدونو عاملین پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې امنیت د ډاډ وړ دی، خو د سپینغر په لمن کې پرتو څو ولسوالیو کې وسله والو طالبان په امنیتي پوستو بریدونه تر سره کوي چې دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې دعوې کوي، خو له تېرو څو ورځو راهیسې په جلال اباد ښار کې هدفي بریدونو کېږي چې تر دې مهاله پکې څلور تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د عبدالفتاح په نوم د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی وايي چې وسله والو يو ځل بیا په جلال اباد ښار کې هدفي بریدونه پیل کړي او د خلکو ژوند يې له اندېښنو سره مخ کړی دی. نوموړی وايي: ''په دې وروستیو کې هدفي وژنې ډېرې زیاتې شوي دي. ټول په دې وېره کې دي، که دوکاندار دی، که صراف دی او که بل هر څوک دی، چې ګنې اوس به وژل کېږو. له حکومت نه هیله لرو، بلکې په کار ده چې د هدفي بریدونو مخه ونیسي.''

د تېرې شبنې په ورځ پښتونستان واټ ته څېرمه کباړي بازار کې چې لومړۍ امنیتي حوزه ورته په سل میټرۍ کې موقعیت لري، په یوه ريکشه کې په سپرو کسانو له بلې ريکشې ډزې وشوې چې يو تن امنیتي کارمند په کې ووژل شو او دوه تنه نور ولسي وګړي په کې ژوبل شول.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر هم وايي چې په جلال اباد ښار کې هدفي بریدونه يو ځل بیا مخ په زیاتېدو دي. نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې يو ځل بیا چيک پواینټونه ایجاد کړي. ''پخوا چې په جلال اباد ښار کې چیک پواینټونه وو، هغې په خلکو کې يوه وېره او ترس پیدا کړی و، اوس چې چیک پواینټونه لېرې شوي، هغه خلک ډاډه شوي، تګ راتګ کوي. ننګرهار چې په افغانستان کې له امن ولایتونو څخه شمېرل کېږي، وسله وال مخالفین غواړی چې دا هم نا امنه کړي. له رهبرۍ نه مو غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې مسلې ته د پای ټکی کېږدي.''

د خلکو د غوښتنو پر وړاندې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فرید خان مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، ''په دې وروستيو کې طالبانو او داعش په ننګرهار کې ماته خوړلې ده. دوی کوښښ کوي چې په ښار کې هدفي وژنې او ترور تر سره کړي، خو موږ کوښښ کوو چې دا عاملین ونیسو او د قانون منګولو ته يې وسپارو.''

فرید خان زیاتوي چې په جلال اباد ښار سربېره په ولسواليو کې هم د پوليسو سیار او ثابت چيک پواینټونه شته چې شپه او ورځ د خپل ولس په خدمت کې په پیرو او ګزمو بوخت دي.

د ذکر وړ ده، په تېرو څو ورځو کې د تر سره شويو بریدونو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG