د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د حالاتو پر پاکستان ممکنه اغېز؟


دا په داسې حال کې ده چې امریکې د راتلونکې اګست میاشتې تر پایه له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستلو ویلي دي او په عین حال کې په دې هېواد کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايې په افغانستان کې ممکنه خانه جنګي پاکستان ته داخلېدای شي او دا نه غواړي چې داسي وشي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکې د راتلونکې اګست میاشتې تر پایه له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستلو ویلي دي او په عین حال کې په دې هېواد کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.

له امريکايې نشرياتي ادارې پي بي ايس سره د عمران خان مرکه چې په سه شنبې شپه نشر شوه، په کې نوموړی وايې افغان جنګ سياسي حل ته اړتيا لري او طالبان به د حکومت برخه وي. نوموړی وايې دوی د افغان جګړې پر پاکستان د ممکنه اغېز په اړه انديښمن دي:

"دا انديښنه ده چې خانه جنګي به پاکستان ته داخله شي.ځکه چې طالبان په بنيادي توګه پښتون نسله دي.او زموږ پاکستان غاړې ته له افغانستانه ډېر پښتانه دي نو دا انديښنه ده که افغانستان کې خانه جنګي روانه وي نو زموږ غاړې پښتانه ورته راغب کېدای شي."

خبریال سميع يوسفزي وايي، د عمران خان د خبرو مطلب دا دی چې له افغان جګړې سره به په پاکستان کې تحريک طالبان پاکستان او نورې وسله والې ډلې قوی شي او هلته به پښتانه ځوانان له ځان سره شامل کړي او دارنګ بريدونو ته به زور ورکړي. سميع وايې د وزيراعظم دغه خبره سمه ده خو بيا يې هم حکومت په پاکستان کې له افغان طالبانو سره د کېدونکو مرستو مخنيوی نه کوي:

"پاکستان کولای شي چې د طالبانو خلاف اقدامات وکړي.هغه خلک يا ګوندونه چې د طالبانو راتګ ته يې جشن جوړ کړی او د هغو راتګ ته خوشالۍ کوي يا له دې ځايه افراد ورلېږي چې له طالبانو سره ملګري شي د هغو مخه نيولای شي،د هغو خلاف قانوني کاروايانې کېدای شي. خو داسې هېڅ نه ليدل کېږي.په پاکستان کې تر اوسه داسې قانون نه دی جوړ شوی چې يو پاکستانی افغان جګړې ته ځي نو د هغه خلاف بايد څه کاروايې وشي."

له امريکايې نشرياتي ادارې پي بي اېس سره په مرکه کې عمران خان د افغان حکومت دا تورورنه رد کړل چې ګنې له پاکستانه لس زره وسله وال په دې وروستيو کې د طالبانو د مرستې لپاره افغانستان ته داخل شوي دي. عمران وويل، په پاکستان کې دېرش لکه افغان کډوال دي نو که د دې کډوالو په کېمپونو کې ځينې طالبان موجود وي نو هغه څنګه نيول کېدای شي. د ده په خبره ځکه چې طالبان عام وګړي دي او کومه پوځي ډله نه ده. د پاکستان وزيراعظم زياته کړه چې د هېواد ۷۰،۰۰۰ وګړي يې په جنګ کې مړه شوي او دوی نور د جنګ برخه جوړېدل نه غواړي.

د پاکستان د پوځ پخوانی لفټننټ جنرل طلعت مسعود هم په ۲۸ مه جولای مشال رېډيو ته وويل که پاکستان د افغان طالبانو خلاف اقدامات کوي نو په غبرګون کې يې بيا طالبان په پاکستان کې بريدونه شورو کولای شي:

"ښکاره خبره ده چې موږ له هغو سره په زوره دشمني خو نه شو جوړولی.په خاصه توګه په داسې حال کې چې ټولې خواوې دې ته تيارې شوې چې طالبان د حکومت برخه شي.نو پاکستان څوک دی جې و به وايې چې له طالبانو سره اړيکې نه دي پکار."

خو د سيمه ييزو چارو پو سميع يوسفزی وايې هغه د پاکستان له دې دريځ سره اتفاق نه کوي چې د افغان طالبانو پر وړاندې اقدامات به ورته ډېر تاوان ورسو ي:

"افغان طالبان په پاکستان کې دومره قوی حضور نه لري او نه دومره قوت لري چې د پاکستان خلاف به وجنګيږي. د تحريک طالبان پاکستان خلاف د عملياتو چې کوم غبرګون مخې ته راتلو نو زما خيال نه دی چې هغه غبرګون به د افغان طالبانو خلاف له عملياتو راشي."

په اسلام اباد کې خبريال حسن خان بيا وايي چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلل به پاکستان ته ګران تمام شي. د ده په خبره ځکه چې له دې سره به د تحريک طالبان پاکستان په ګډون نورې پاکستان مخالفې وسله والې ډلې پياوړې شي:

"په تېرو شلو کالو کې چې کله هم په پاکستانيو طالبانو کې خپلمنځي شخړې رامنځته شوي نو هم افغان طالبانو ورله هوارې کړي دي. د دوی مشران د هغوي مشران دي او دوی ژوند هم په هغو سيمو کې کوی چېرته چې افغان طالبان کنټرول لري. خپله د پاکستان عسکري قيادت وېلي دي چې افغان طالبان او پاکستان طالبان د یوې سيکې دوه مخه دي."

حسن خان او سميع يوسفزي وويل ، د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته پکار دي چې پر يو بل د وسله والو ډلو د ملاتړ تورونو له لګولو ډډه وکړي او د دې ډلو د مخنيوي لپاره په شريکه تګلاره جوړه کړي.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم له امريکايې نشرياتي ادارې پي بي ايس سره په مرکه کې ويلي دي چې د هېواد دريځ يې اوس ښکاره دی او هغه دا دی چې دوی د سولې مېز ته د طالبانو په راوستو کې مرسته کولای شوه او هغه یې کړې.د ده په خبره دوی اوس د جګړې برخه جوړېدل نه غواړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG