د لاسرسي ځای

تازه خبر

خدي قبیلې د خپلو برمته کسانو د راخوشې کولو لپاره احتجاج پیل کړ


دا څویم ځل دی چې خدي ولس د خپلو برمته کسانو لپاره احتجاج پیلوي
دا څویم ځل دی چې خدي ولس د خپلو برمته کسانو لپاره احتجاج پیلوي

شمالي وزیرستان کې د تښتول شویو کسانو کورنۍ او خدي قبیلې له حکومته یوځل بیا غوښتنه کړې چې د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه د دوی د برمته خپلوانو د راخوشې کېدو لپاره دې عملي ګامونه واخلي.

دوی دا څرګندونې له مشال ریډيو سره په میرلي کې په احتجاجي کېمپ کې چې د جولای پر ۲۵ مه یې لګولی دی، کولې او ویل یې، دا ناسته یې پرامنه ده او ځکه یې پیل کړی چې د دوی په وینا، کورنۍ یې تر سخت کړاو لاندې تېرېږي.

د شمالي وزیرستان له شوې څخه د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه په تښتول شویو شپږو کسانو کې درې د خدي قبیلې د یوې کورنۍ غړي دي چې پکې انجنیر همایون داوړ، د صحت محکمې غړی شهنشاه داوړ، ایډوکیټ عتیق داوړ شامل دي او په نورو کې بیا یو په میرامشا کې د روغتیا ادارې کارکوونکی مسعود الرحمان، یو یې د اېبټ اباد او بل یې د میاوالۍ دي.

د میرلي خدي قبیلې د برمته کسانو کورنۍ یو غړی بلور خان مشال ریډیو ته وویل چې له شپږو میاشتو یې د کورنۍ غړي برمته دي، بیا بیا یې احتجاجونه کړي دي چې د راخوشې کولو لپاره دې سرکار عملي ګامونه واخلي. نوموړي زیاتوي، مرستیال کمیشنر خبر ورکړی چې لږ وخت غواړي، جرګه یې هم پیل کړې ده او هڅه کوي چې راخوشې یې کړي خو دمګړۍ هېڅ پرمختګ نه ویني.

د یادی کورنۍ یو بل غړی انعام الله خان مشال رېډیو ته وویل چې له پینځو میاشتو نه زیاته موده کېږي چې د کورنۍ غړي یې برمته دي، ماشومان او مېرمنې یې په ویر او ژړا دي، زښته کړېږي. هغوی خپل خپلوان غواړي.

دی زیاتوي چې وسله والو یې ويډیو هم خپره کړې ده او حکومت بیا بیا وايي چې د راخوشې کولو لپاره یې هلې ځلې کوي خو تر اوسه یې هېڅ درک نه لګېږي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان او د پولیسو مشر شفيع الله ګنډه پور مشال رېډیو ته ویلي، چې د اغوا شویو کسانو بازیابۍ ته نزدې شوي دي او ژر به یې راخوشې کړي.

XS
SM
MD
LG