د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین او پاکستان په افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره ګوري - انځور له ارشیفه.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره ګوري - انځور له ارشیفه.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو چارو تر څنګ د افغانستان پر اوسنیو حالاتو او هلته پر روانه جګړه هم خبرې اترې کړې دي.

د چين بهرنيو چارو وزیر وانګ يي او د هغه پاکستاني سيال شاه محمود قریشي د جولای پر ۲۴مه پر دې موضوعاتو په چینګدو کې د ملاقات پر مهال غږېدلي دي.

دوی تر لیدو کتو وروسته په يوه شريکه خبري غونډه کې په افغانستان کې د جګړو درولو لپاره پر اوربند ټينګار وکړ.

قرېشي وویل چې د افغانستان په اړه د چین او پاکستان مقاصد یو دي. "موږ د افغانستان په اړه یو نظر لرو او په دغه اړه د چین او پاکستان مقاصد او مفادات یو رنګ دي ځکه چې چین هم د افغانستان یو ګاونډی هېواد دی."

ده وویل، دوی محسوسوي چې د افغانستان نېږدې ګاونډیان په راروانو اوونیو او میاشتو کې په هغه هیواد کې د امن او ثبات لپاره زیات فعال کردار ادا کولای شي.

شاه محمود قرېشي له خپل چینايي سیال سره د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ په ګډون د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصاد او پرمختګ په برخه کې د دوه اړخیزه اړیکو لا پراخولو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

قریشي خبريالانو ته دا هم وويل چې په خپل ملک کې یې د چينايي وګړو حفاظت لپاره ورسره ملګرو لوړپوړو امنيتي چارواکو خپل نظریات له چين سره شريک کړي دي.

له شاه محمود قرېشي سره په دې سفر کې د پاکستان د جاسوسي ادارې ای اېس ای مشر جنرال فیض حميد هم ملګری وو.

دوی دا دوره تر هغه وروسته کړې چې د جولای په ۱۴مه د خیبر پښتونخوا په بر کوهستان کې د داسو ډېم د کارکوونکو په بس شوې چاودنه کې ۹ چينايي انجینران او کارکوونکي ووژل شول.

د پاکستان له خوا لوړپوړو حکومتي چارواکو د هغې پېښې په اړه متضاد بیانونه ورکړل.

دوی لومړی دا د ګېس چاودنه او کندې ته د بس غورځېدو پېښه بللې وه خو وروسته د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر فواد چودري وویل چې د پېښې په ځای کې یې بارود موندلي او د ترهګرۍ امکان پکې نشي ردېدای.

چین د جولای ۱۴مې پېښه حمله بللې او له اسلام اباده یې د ککړو کسانو د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو ترڅنګ په پاکستان کې د چینايي کارکوونکو خوندیتوب غوښتنه کړې.

شاه محمود قرېشي څو ورځې وړاندې یوې خبرې غونډې ته ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا د بر کوهستان په داسو کې د يوې چاودنې پر مهال د نهو چینايي کارکونکو تر وژنې وروسته ورته وزیراعظم عمران خان چين ته د سفر هدایات ورکړي دي.

په همدې حال کې بیجنګ د پلټنو لپاره یو پلاوی هم پاکستان ته لېږدولی وو چې بیا له پاکستانیو چارواکو سره د پېښې ځای ته هم تللی وو.

شاه محمود قرېشي په چینګدو کې د خبري غونډې پر مهال د چین چارواکي مخاطب کړل او زیاته یې کړه،"د داسو د بزدالانه برید په سختو ټکو غندنه کوم، ستاسو زیان زموږ زیان دی ، تاسو له موږ سره د اقتصاد، ټولنیز پرمختګ او چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ له لارې مرسته کوی."

نوموړي وویل چې د پاکستان د امنیتي ادارې (سېکیورټي اېسټیبلېشمنټ) لوړ پوړو چارواکو په یو "ډېر دوستانه ماحول" کې له خپلو چینايي سیالانو سره خپل نظر شریک کړ او د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

خبریال او شنونکی محمود جان بابر وايي، چین نه یوازي په پاکستان کې له حالاتو خبر دی او نه ګڼي چې د داسو پېښې پر سر به یې تعلقات زیات خراب شي. "زه نه ګڼم چې د یوې پېښې پر سر به دوی له یو بله جدا شي، د دوی دا معاملات د یو سیمې یا د یو ډېم ترحده محدوده نه دي بلکې دوی له یو بل سره د وړاندې تګ یو اوږد پلان لري."

د بابر په وینا، که یوازې پر دې یوه پېښه د پاکستان او چین "په زړه کې څه راغلي وي" نو د هغه د لیرې کولو لپاره د شاه محمود قرېشي او ملګرو ورتګ ډېر ضروري وو.

د پاکستان د بجلۍ او اوبو د محکمې لوړپوړو چارواکو هم د جولای پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د چین له سفیر سره لیدلي دي او د خیبر پښتونخوا په بر کوهستان کې د داسو بند د کار پر بیا پېلولو غږېدلي دي.

XS
SM
MD
LG