د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین د سفر هدف دوه اړخیزه اړیکو ته بیا کتنه کول دي: قرېشي


شاه محمود قرېشي د جولای پر ۲۳مه په خپل يو ويډيويي پيغام کې د خپل دې سفر د ايجنډا تفصیل بیان کړو. 
شاه محمود قرېشي د جولای پر ۲۳مه په خپل يو ويډيويي پيغام کې د خپل دې سفر د ايجنډا تفصیل بیان کړو. 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قريشي ویلي چې چین ته د سفر هدف یې د پاکستان او دې هیواد ترمنځ دوه اړخیزه اړیکو ته بیا کتنه کول دي.

شاه محمود قرېشي د جولای پر ۲۳مه په خپل يو ويډيويي پيغام کې د خپل دې سفر د ايجنډا تفصیل بیان کړو.

ده وویل، "د پاکستان او چين دوه اړخيزه اړيکو ته بیا کتنه کول دي او زموږ چې کومه دوه اړخیزه او ستراتیجيکي ایجنډا ده د هعې جاج اخيستل دي ، د افغانستان په اړه چې د دواړو هيوادونو کوم سوچ دی هغه یو بل سره شریکول دي او په دې اړه د یو بل باور تر لاسه کول دي، په دې اړه د دواړو هيوادونو تګلارو ته کتنه کول دي او په سیمه کې د روانو حالاتو جايزه اخيستل دي."

شاه محمود قرېشي په دې ویډیويي‌ پېغام کې زیاته کړې چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د پروژو په اړه خبرې به هم د دې سفرپر مهال د ايجنډا برخه وي.

نوموړي‌ څو ورځې وړاندې یو خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي ول چې د خیبر پښتونخوا د بر کوهستان په داسو کې د يوې چاودنې پر مهال د نهو چینايي کارکونکو تر وژنې وروسته ورته وزیراعظم عمران خان چين ته د سفر هدایات ورکړي دي.

خو شاه محمود قرېشي له چین څخه په خپاره کړي دې یونيم منټ ويډيويي پيغام کې د داسو پېښه نده یاده کړې.

چین نه یوازې له پاکستان څخه په هغه پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کړې وه بلکې د پلټنو لپاره یې یو پلاوی هم پاکستان ته لېږلی وو کوم چې بیا له پاکستانیو چارواکو سره د پېښې ځای ته هم تللی وو.

د پاکستان د خوراک وفاقي وزیر سید فخر امام د جولای په ۲۳مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې حکومت به ډير ژر د داسو په پېښه کې ککړ کسان ونيسي.

ده وویل، "دا ډیره زیاته بدمرغه پيښه وه ، او اوس به حکومت خپلې هڅې تر هغې جاري ساتي تر څو چې د دې پيښې ذمه وار کسان نیولي او سزا کړي نه وي. دا د پاکستان د حکومت ذمه واري ده."

د جولای په ۱۴مه د بر کوهستان په برسین سیمه کې شوي دغه پيښه کې د نهو چينایانو په ګډون ۱۲ کسان وژلې شوي او ۳۶ نور ژوبل شوي ول

په لومړنیو څرکندونو کې ځينې پاکستانیو چارواکو دا یوه حادثه او ځينيو ترهګر برید بللی وو.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت ویاند ژاو ليژیان په بيجنګ کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال دا د ترهګرۍ یوه پیښه یاده کړې وه او له اسلام اباده يې د پيښې د پلټنو او په دې برید کې د ککړو کسانو د نیولو او سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې وه.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا د داسو پېښې په اړه د پاکستانیو لوړپوړو چارواکو متضاد بیانونو له چین سره په اړیکو کې بې باوري رامنځ ته کړې که څنګه چې د وزیراعظم عمران خان له خوا شاه محمود قرېشي چین ته لېږل ضروري وګڼل؟

د واکمن تحریک انصاف ګوند اتحادي او د پاکستان د سینټ د بهرنیو چارو د قايمه کميټۍ غړي انوار الحق کاکړ په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې د دې برید مرکزي هدف د دواړو هيوادونو تعلقات وو.

ده وویل چې د داسو په پیښه کې ټينګ حقيقت دا دی چې د دې هدف هغه بد قسمته نهه چینايي وګړي نه وو چې د دې ترهګرۍ ښکار شول ، بلکې د دې لوي هدف د پاکستان او چين تعلقات وو چې دغه اړيکې خرابې شي.

انوارالحق کاکړ زیاته کړه چې "دا ستراتيژيک مقصد یعني د دې اړیکو خرابولو مقصد د هندوستان کيدای شي."

ده وویل، د پاکستان او چين تر منځ چې کوم ستراتيژيک او دفاعي تعلقات وو هغه اوس په اقتصادي همکارۍ بدليږي ، نو د ده په وینا، هغوي (هند) دا غواړي چې چین له پاکستانه یو اقتصادي طاقت جوړ نه کړي.

په پېښور کې د چين په اړه د مطالعاتي مرکز مشر ډاکټر زاهد انور وايي، چین او پاکستان چې څومره نيژدې ملګري دي نو د دواړو خواوو چارواکو ته تر داسې پیښو وروسته له لا ډیر احتیاطه کار اخيستل پکار دي.

ده وویل، "دا محسوسه شوې وه چې تر دې متضاد بیانونو وروسته غلط فهمۍ رامنځته شوې دي نو ځکه د اختر نه سمدستي پس د بهرنيو چارو د وزیر د دورې ضرورت محسوس شو چې هلته د دې غلط فهمیو د لرې کولو هڅه وکړل شي."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپل ويډيويي پيغام کې هوډ څرګند کړی چې له دې سفر سره به د دواړو هيوادونو تعلقات نور پیاوړي شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG