د لاسرسي ځای

تازه خبر

بر کوهستان کې کندې ته د بس پرېوتو پېښه کې د چینایانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي


پاکستاني امنیتي سرتېري په کوهستان کې د چاودنې ښکار بس معاینه کوي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۴مې انځور.
پاکستاني امنیتي سرتېري په کوهستان کې د چاودنې ښکار بس معاینه کوي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۴مې انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د خیبر پښتونخوا په بر کوهستان ضلع کې کندې ته د یوه بس پرېوتو او بیا پکې د چاودنې په پېښه کې د نهو چینايي وګړو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت پېښه یو "برید" بللی دی.

د چاودنې د نوعیت په اړه ضد و نقیص رپورټونه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۴مه په بیان کې ویلي چې "لومړني معلومات ښيي" چې بس "د تخنیکي خرابۍ له وجې کندې ته پرېوت" او د "'ګیس خپرېدو له وجې پکې چاودنه وشوه" چې پکې نهه چینايي وګړي او درې پاکستانیان ووژل شول.

بیان وايي، دا کسان سهار په بس کې کار ته روان ول چې چاودنه وشوه. د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي د پېښې پلټنې روانې دي.

خو اژانس فرانس پرېس لیکي، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیژیان د جولای پر ۱۴مه په بیجنګ کې خبري غونډې ته په وینا کې پېښه د "برید" په نوم یاده کړه او د غندنې ترڅنګ یې له اسلام اباده "د چینايي وګړو د خوندیتوب" غوښتنه وکړه.

چین همداراز له پاکستانه د پېښې د پلټنو او په چاودنه کې ککړو کسانو ته "د سختې سزا ورکولو" غوښتنه کړې.

رویټرز اژانس وايي، د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري چې په هېلېکاپټر کې د پېښې ځای ته روان وو نو رسنیو ته یې وویل چې "داسې ښکاري چې دا تخریبکاري" وه خو زیاته یې کړه چې پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

خو د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د اوبو او برېښنا د ادارې (واپډا) په حواله ویلي چې دا "یوه حادثه" وه.

ورځپاڼه وايي، د واپډا ویاند تایید کړې چې د یوې چینايي کمپنۍ کارکوونکي په بس کې سپاره ول چې پېښه وشوه. واپډا له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي.

اژانس د یو شمېر سرچینو په حواله ویلي دي چې د جولای ۱۴مې په پېښه کې مرګ ژوبله زیاتېدای شي.

د بر کوهستان د پولیسو د مشر دفتر مشال راډیو ته پېښه تایید کړه خو له تفصیل ورکولو یې ډډه وکړه.

د پېښې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ

کوهستان: چاودنې چينايي او پاکستاني وګړي وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:34 0:00

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د بر کوهستان د انتظامي مشر عارف خان یوسفزي له خولې وايي، په پېښه کې ۳۶ کسان ژوبل شوي هم دي.

د پارلېماني چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار بابر اعوان د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل چې د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد به د پېښې په اړه نور معلومات ژر شریک کړي.

یوه بل لوړپوړي حکومتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي چې "تر چاودنې وروسته بس یوې ژورې کندې ته ولوېد چې له وجې یې مرګ ژوبله زیاته شوه."

د ده په خبره، ژغورندویه ډلې سیمې ته رسېدلې دي او دا چې د هېلېکاپټرو په وسیله ژوبل کسان روغتونونو ته وړي.

په اېبټ اباد کې د ډان ورځپاڼې خبریال یاور عباس مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د ضلعې په برسین کې شوې. نوموړي د چارواکو په حواله وویل، چاودنه په یوه بس کې شوې چې له برسین کیمپه د داسو ډیم پر لوري روان وو او چینايي وګړي هم پکې سپاره ول. په کوهستان کې چینايي انجینران د داسو بند له اوبو څخه د برېښنا جوړولو پر پروژې کار کوي.

دا پروژه د چین - پاکستان د اقتصادي لار د پروژو برخه ده چې پکې چین د اربونو ډالرو پانګونه کړې ده.

بر کوهستان د خیبر پښتونخوا د هزارې ډېوېژن ضلع ده چې په لوېدیځ او جنوب کې یې پولې له سوات ضلعې سره لګېدلې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG