د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه دې د اسرایلي کمپنۍ د جاسوسۍ سافټوېیر په اړه پلټنه وکړي: پاکستان


په خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو څخه د تحقیقاتو او ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه شوې ده.
په خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو څخه د تحقیقاتو او ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه شوې ده.

د پېګاسس نومې یوې اسراییلي کمپنۍ د جاسوسۍ سافټوېیر په اړه د تحقیقاتو معاملې وروسته پاکستان له ملګرو ملتونو د پلټنو او هند د احتساب په دایره کار کې د راوستو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو دفتر د جولای پر ۲۳مه په یوه خبرپاڼه کې د دفتر ویاند زاهد حفیظ چودري له خولې ويلي چې دوی اندېښنې لري چې د نړیوالو رسنیو وروستیو راپورونو سره سم هند د نورو کسانو تر څنګ د وزیراعظم عمران خان خلاف د جاسوسۍ سافټوېر استعمال کړ.

په خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو د تحقیقاتو او ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه شوې ده.

د دې تورونو په اړه هند لا څه نه دي ویلي.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنېشنل) او د ۱۷ نړیوالو رسنيو اتحاديې چې د معاملې څېړنې کوي، ویلي چې داسې معلومېږي د پاکستان وزیراعظم عمران خان، د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایېف د نړۍ په هغو ۱۴ پخوانیو او اوسنیو مشرانو کې شامل دي چې د اسرایيلو د اېن اېس او شرکت ګروپ د جاسوسۍ سافټوېیر یا سپایوېیر کاروونکو یې په اړه معلومات غلا کړې وي.

رپورټ وايي چې د اېن اېس او صارفینو کې د هند، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او نورو هېوادونو حکومتونه شامل دي.

د نړۍ مشرانو ټېلېفوني شمېرې د هغو ۵۰ زره کسانو په فهرست کې موندل شوي چې ګومان کېږي له ۲۰۱۶ز کال راهيسې د اېن اېس او د کاروونکو د دلچسپۍ وړ ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG