د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیراعظم عمران خان نوم د یوه جاسوسي سافټوېیر د اهدافو لېسټ کې شامل وو


د بښنې نړیوال سازمان وايي اوس ورته معلومه شوه چې د نړۍ مشران هم د سپایوېیر د کاروونکو په اهدافو کې شامل ول - انځور له ارشیفه
د بښنې نړیوال سازمان وايي اوس ورته معلومه شوه چې د نړۍ مشران هم د سپایوېیر د کاروونکو په اهدافو کې شامل ول - انځور له ارشیفه

د پېګاسس نومې یوې اسراییلي کمپنۍ د جاسوسۍ سافټوېیر یا سپایوېیر په اړه له تحقیقاتو څرګنده شوې چې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په ګډون د ۱۴ نورو ملکونو اوسنيو او پخوانيو مشرانو نومونه د ممکنه اهدافو په لېسټ کې شامل دي.

د بښنې نړیواله ادارې (ایمنسټي انټرنېشنل) او د ۱۷ نړیوالو رسنيو اتحاديې چې د معاملې څېړنې کوي، ویلي چې داسې معلومېږي د پاکستان وزیراعظم عمران خان، د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایېف د نړۍ په هغو ۱۴ پخوانیو او اوسنیو مشرانو کې شامل دي چې د اسرایيلو د اېن اېس او شرکت ګروپ د جاسوسۍ سافټوېیر یا سپایوېیر کاروونکو یې په اړه معلومات غلا کړي دي.

د بښنې نړيوال سازمان مشرې ایګنس کیلامارډ د جولای پر ۲۰مه پر ټوېټر لیکلي، "هغوی له اوږدې مودې راهيسې پر دې خبر ول چې د فعالانو او خبريالانو ټېلېفونونه [د انټرنېټ له لارې] غلا کېږي خو اوس معلومه شوه چې لوړپوړي چارواکي هم د اېن اېس او سافټوېیر له پراخ فعالیت څخه نه شي بچ کېدای."


د نړۍ مشرانو ټېلېفوني شمېرې د هغو ۵۰ زره کسانو په فهرست کې موندل شوي چې ګومان کېږي له ۲۰۱۶ز کال راهيسې د اېن اېس او د کاروونکو د دلچسپۍ وړ ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG