د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ننګرهار کې د یوې کورنۍ پنځه ماشومان وژل شوي


د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د توغندي لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ پینځه ماشومان وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د جولای پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د جولای ۲۱مې پر مازیګر پر اچین ولسوالۍ دوه توغندي ویشتلي چې پکې یې یو په سره کمر کې پر یوه کور لګېدلې.

دی وايي، په برید کې د وژل شویو ماشومانو عمرونه تر ۱۰ کلونو کم دي.

خوږیاڼی زیاتوي چې د ژوبلو ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه دی.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. په اچین ولسوالۍ کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ وخت په وخت نښتې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG