د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان ټول پوځ ته تیار اوسېدو امر کړی دی


د تاجکستان پوځیان له پلازمېنې دوشنبې بهر په یوه اډه کې د چمتووالي پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۲۲مې انځور.
د تاجکستان پوځیان له پلازمېنې دوشنبې بهر په یوه اډه کې د چمتووالي پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۲۲مې انځور.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان خپل پوځ ته په لوړه کچه د تیار اوسېدو امر کړی او لسګونه زره سرتېري یې له افغانستان سره پولې ته نېږدې سیمو ته استولي دي.

نوموړي پر داسې وخت خپلو پوځیانو او قانون پلي کوونکو ادارو ته د هر ډول حالاتو د مقابلې لپاره د چمتووالي امر کړی چې د افغانستان په شمال، په تېره بیا له تاجکستان سره په پوله کې د افغانستان څو سیمې او عبوري ساحې د طالبانو لاس ته لوېدلي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه یې اندېښمن کړي دي.

امام علي رحمان د جولای پر ۲۲مه امر وکړ چې د هېواد یو ۱۰۰،۰۰۰ فعاله او ۱۳۰،۰۰۰ رېزرف یا احتیاط پوځیان په خپلو اډو کې تیار و اوسي.

دا شاوخوا درې لسیزې مخکې له پخواني شوروي اتحاده د تاجکستان له خپلواکۍ راهیسې تر ټولو لوی پوځي احضارات بلل کېږي.

تاجکستان وار له مخه له افغان پولې سره نېږدې سیمو ته ۲۰،۰۰۰ پوځیان استولي دي.

د ازادې اروپا راډیو تاجکۍ څانګه خبر ورکوي چې ولسمشر رحمان پوځیانو ته ویلي چې د افغانستان په شمال کې وضعیت "خورا سخت" دی او حالات "ورځ تر بلې خرابېږي."

د تاجکستان حکومت دا اقدامات پر داسې مهال کړي چې روسیې په راتلونکې میاشت کې تر پوځي مشقونو مخکې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پولې ته نېږدې ټانکونه درولي دي.

روسیې د تاجکستان ترڅنګ په ازبکستان کې هم د پوځي تمرینونو اعلان کړی چې د جولای په پای کې پیلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG