د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې تر تمرین مخکې د تاجکستان او افغانستان له پولې سره نېږدې ټانکونه درولي


افغان ځواکونه له تاجکستان سره نېږدې په بدخشان ولایت کې د وسله والو پر ضد عملیاتو ته روان دي - انځور له ارشیفه
افغان ځواکونه له تاجکستان سره نېږدې په بدخشان ولایت کې د وسله والو پر ضد عملیاتو ته روان دي - انځور له ارشیفه

روسیې په راتلونکې میاشت کې تر پوځي مشقونو مخکې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پولې ته نېږدې ټانکونه درولي دي.

مسکو پر داسې مهال په تاجکستان کې د پوځي تمرینونو اعلان کړی چې د افغانستان په شمال کې له طالبانو له لوري د سیمو نیولو په منځنۍ اسیا کې امنیتي اندېښنې زیاتې کړې دي.

روسیې د تاجکستان ترڅنګ په ازبکستان کې هم د پوځي تمرینونو اعلان کړی چې د جولای په پای کې پیلېږي.

د روسیې د پوځ د مرکزي زون قوماندانۍ د جولای پر ۲۰مه ویلي چې په تاجکستان کې د روسیې له پوځي اډې څخه ټانکونه د افغانستان پولې ته نېږدې تر پوځي حده یا رېنجه رسېدلي دي.

د روسیې پوځ وايي، تمرینونه به د اګست له پینځمې څخه تر ۱۰مې پورې له افغان پولې شاوخوا ۲۰ کیلومیټره لیرې په تاجکستان کې کېږي، چې پکې به د هغو دوو هېوادونو ترڅنګ د ازبکستان پوځیان هم برخه اخلي.

په وروستیو کې لسګونه خلک له افغانستانه تاجکستان ته اوښتي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای نهمې انځور.
په وروستیو کې لسګونه خلک له افغانستانه تاجکستان ته اوښتي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای نهمې انځور.

روسیې د جولای پر ۲۰مه د ازبکستان په ترمذ پوځي اډه کې هم د تمرینونو خبر ورکړ.

ټاکل شوې چې د افغانستان پولې ته نېږدې په ازبکستان کې مشقونه د جولای پر ۳۰مه پیل شي چې د اګست تر ۱۰مې پورې به روان وي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو د بریدونو له وجې د افغان پولیسو او امنیتي ځواکونو د سرتېرو په ګډون سلګونه ملکي وګړي تاجکستان او ازبکستان ته تللي دي.

د مې په میاشت کې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو د وتلو بهیر له پیل راهیسې طالبانو د افغانستان شاوخوا درېیمه برخه ولسوالۍ نیولې دي. په هغه هېواد کې ټولې ۴۲۳ ولسوالۍ دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG