د لاسرسي ځای

تازه خبر

خدي قبیلې حکومتي جرګې ته د غوښتنو پوره کولو لپاره يوه اونۍ وخت ورکړ


د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

د شمالی وزیر ستان په میر علي کې د خدي قبيلې احتجاج کوونکو سره د حکومت په استازیتوب د اتمانزو جرګې مذاکرات کامياب شول.

د مشال رېډيو د خبریال د معلوماتو ترمخه د جولای په ۱۹مه دې جرګې له احتجاج کوونکو څخه د هغوی د غوښتنو پوره کولو لپاره د جولای تر ۲۶مې پورې وخت غوښتی چې هغوی ورسره منلې ده.

په ميرعلي کې راټول شوي د خدي قبيلې پرلتوالو د جولای په ۱۹مه د احتجاج پر مهال د ټولې ضلعې بجلي بنده کړې وه او د بنو غلام خان لويه لاره يې تړلې وه. دوی غوښتنه کوله چې حکومت دې د ژمنې سره سم د روان کال د فرورۍ په ۲۱مه د نامالومو وسله والو لخوا د شوې تحصیل تښتول شوي هغه شپږ کسان راخوشې کړي چې څو ورځې مخکې يې وسله والو ويديو خپره کړې وه.

د شمالي وزیر ستان انتظاميې د بجلۍ پرې کيدو او د لارې له تړل کېدو وروسته احتجاج کوونکو سره د خبرو اترو لپاره د اتمانزو یوه جرګه مير علي ته استولې وه.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي چې د احتجاج کوونکو او جرګې د خبرو اترو وروسته بجلي بحال او د بنو غلام خان لويه لاره خلاصه شوه.

XS
SM
MD
LG