د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خدي ولس د خپلو برمته کسانو د راخوشې کولو لپاره په احتجاج کې د بنو ـ میرامشا سړک وتاړه


د خدي ولس د ګل/دوشنبې پر ورځ د خپلو هغو شپږو برمته کسانو د راخوشې کېدو لپاره د بنوـمیرامشا لوی سړک په احتجاج کې تړلی چې د سږني کال پر ۲۱مه فېبرورۍ په شوه تحصیل کې ناڅرګنده وسله والو تښتولي ول.

احتجاجیان وايي، که یې غوښتنې و نه منل شوې نو په پېښور کې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ مخې ته به پرلت ووهي.

ځايي چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې د شمالي وزيرستان مرستيال کمېشنر احتجاج کوونکو ته جرګه لېږلې او ورته يې ويلي چې حکومت پوره کوښښ کوي چې برمته شوي کسان د وسله والو له منګولو ازاد کړي.

په تښتول شویو کې د میرلي اوسېدونکی د لوکل ګورنمنټ یو اهلکار انجنیر همایون داوړ، اېډوکېټ عتیق داوړ شهنشاه داوړ چې درې واړه د یوې کورنۍ غړي دي او د دې ترڅنګ د میرامشاه اوسېدونکی د صحت محکمې یو اهلکار مسودالرحمان، د ایبټ اباد اوسېدونکی انجینیېر حمزه او د میانوالې اوسېدونکی یاسر عباس شامل دي.

د میرلي د خدي کلي ملک عطاء الرحمان او د احتجاج سمبالوونکی چې د کورنۍ درې غړي یې له تېرو پینځو میاشتو راهیسې د وسله والو په منګولو کې دي له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، ټول ټبر یې تر سخت کړاو لاندې تېرېږي، بیا بیا یې د حکومتي او پوځي چارواکو دروازې ورټکولې دي خو هېڅ نتیجه یې نه راوځي او نه هم حکومت ورته هېڅ ډاډمن ځواب ورکوي. نوموړی زیاتوي، وسله والو یې خپلوان په رڼا ورځ وتښتول خو حکومت مکمل خاموشه دی.

ملک عطاء الرحمن وویل، ځکه احتجاج کولو ته اړ شول چې په کورونو کې یې ماشومان، ښځې، میندې او پلرونه هره ورځ ویر کوي، خو له حکومت سره یې هېڅ احساس نشته، نو تر ډېر انتظار پس مجبوره شول چې یوځل بیا خېمې ولګوي او پرلت ووهي او تر هغو به ناست وي چې برمته کسان یې خوشې شوي نه وي.

د اختجاج یو بل ګډونوال فاروق وايي، چې له جکومت سره په جرګو مرکو ستړي شوي دي، ډېرې غوښتنې یې ورته وکړې خو ږغ یې نه اورېدل کېږي ځکه نن له مجبورۍ سړک ته راوتلي دي. دی وايي که یې برمته کسان ازاد نه شول نو خپل پرلت به له میرلي پېښور ته وړي او د صوبايي اسمبلی مخې ته به احتجاج پیلوي.

XS
SM
MD
LG