د لاسرسي ځای

تازه خبر

دفتري تبادلو ښځينه ښوونکو ته ستونزې جوړې کړې


د خیبر پښتونخوا ښځې استادانې وایي نه یوازې دا چې د نورو صوبو په مقابل کې یې تنخاګانې کمې دي، بلکې په بدلیانو یا د یو سکول نه بل ته په تبادلو کې هم له مشکلاتو سره مخ دي.

د بنو د استادانو د یوې اتحادیې مشر ډاکټر جمشید وایي په ځینو ګرېډونو کې د استادانو تبادلې نه شي کېدلی، او که یوه ښځه استاده واده شي د هغې بدلي هم نه شي کېدای، او داشان ډیرې ښځې استادانې سکولونو ته په حاضرۍ کې مشکلات لري.

دا زیاتره د ۱۶م ګرېډ استادان دي چې د دوی په وېنا بدلیانې او ترقي یې نه کیږي. دا استادانې وایي چې د ۱۷م او یا د نورو لوړو ګرېډونو ترقیانې کیږي خو د ۱۶م ګرېډ په کالونو کالونو هم نه کیږي.

د خیبر پښتونخوا د تخت بایي تحصیل د تعلیم یوه چارواکې نګهت سیما وایي د ۲۰۱۴م کال وروستو د سکول په بنیاد د برتۍ پالیسي جوړه شوه، نو ځکه حکومت وایي چې اوس د ځینو ګرېډونو د استادانو تبادلې نه کیږي.

د مردان ضلعې یوه استاده فوزیه اعظم وایي اکثره دوی د خپلو تبادلو درخواستونه کله په یو پسې وړي او کله په بل پسې، اوداشان پکې کالونه هم تېر شي.

د صوبې د تعلیم وزیر ضیاالله بنګش وایي دوی کوشش کوي چې د ښځو استادانو تبادلې وکړي خو اکثره ځایونه نه وي.

ضیالله بنګش دا هم وایي د قبایلي ضلعو نه د صوبې نورو سیمو ته بدلې کول دا وخت ممکنه نه ده ځکه چې په قبایلي ضلعو کې د استادانو او خاص کر د ښځو استادانو له وړاندې نه سخت کمی دې.

د ښځو استادانو پر مسلو مو په تاندې هیلې خپرونه کې خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

تاندې هیلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG