د لاسرسي ځای

تازه خبر

څمکنۍ: زده کوونکي د سکول رغېدل غواړي


د څمکنو کميونټي سکول
د څمکنو کميونټي سکول

د پېښور سره نيزدي د څمکنو په يوه کلي کې يوازې يو ښوونځي يا سکول دی. په ديوالونو کې يې چاودونه له ورايه ښکاري. په باران کې يې چت راڅاڅي او په ګرمۍ کې د سيوري د نشتوالي له وجې پکې واړه سبق نه شي ويلی.

فاطمه له هغو درې سوو زده کوونکو ده چې دلته په ډېره مشکله سبق وايي: ((سکول مو ډېر تنګ دی. په باران کې راڅاڅي. حکومت دې يې راله غټ کړي او زموږ مشکلات دې حل کړي.))

دا کميونټي سکول نيم د حکومت او نيم د ځايي خلکو په مالي مرسته چلېږي. دلته په درې کيلومټرۍ کې بل سکول نشته. ډېر زده کوونکي ماشومان بې وزله او يتيمان دي. دوی وايي د ښوونځي د خراب حالت له وجې په ډېره وېره وېره درس وايي. حمېرا په څلورم ټولګي کې ده. هغه له حکومته غوښتنې لري. ((حکومت دې زموږ سکول ته پام وکړي. موږ په يوه کمره کې د دوه دوه کلاسونو ماشومان ناست وي. ګرمي ده. بجلي هم نشته او پکي هم نه لرو.))

له زده کوونکو فیس نه اخلو نو چې پېسې نه وي، بيلونه هم نه شو ورکولی. حکومت بايد موږ سره په دې لړ کې مرسته وکړي.
هاديه صمد

که څه هم د سکول حالت ښه نه دی خو په خوا او شا کې بل ښوونځي د نشتوالي له وجې مېندي پلرونه دلته خپل ماشومان راولي. سفير الله په دې وروستيوو کې څمکنيوو ته راکډه شوی. لمسی یې په څلورم کې داخل کړی او هيله لري چې حکومت به د ښوونځي بيا رغونې ته پام وکړي.

هغه مشال راډيو ته وويل: ((مجبوري ده. لمسي ته دلته داخلوم. وايم خېر که سخته پرې تېره شي خو کېدای شي سړی ترې جوړ شي.))

د څمکنو د دې ښوونځي پرنسپله هاديه صمد ده. هغې کوښښ کړی چې د ځايي اوسيدونکو او ایلیمنټری ایجوکیشن فاونډیشن نومې ادارې په مرسته دا ښوونځی وچلوي. دغه اداره دوی ته کتابونه او د درې ښوونکو تنخا ورکوي خو هاديه صمد وايي زده کوونکي ډېر دي نو ځکه يې د خلکو په مالي مرسته درې نورې استادانې مقرر کړې دي.

نوموړې زياتوي: ((دلته ماشومان خوشي ګرځېدل. ما دا سکول پېل کړ. اوس کله کله د استادانو تنخاوې څلور څلور مياشتې بندې وي. ډېر مشکلات لرو.))

د څمکنو دا ښوونځی په پنځه مرلې زمکې جوړ دی او د ماشومانو لپاره پکې د لوبو څه انتظام نشته. که څه هم د خېبر پښتونخوا حکومت په بيا بيا ويلي چې دوی تعليم ته ډېره پاملرنه کوي خو بيا هم د دې کچه ښوونځي په شان په صوبه کې ګڼ سکولونه له بنيادي سهولتونو محرومه دي.

XS
SM
MD
LG