د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن او سپین بولدک لاره د یوې ورځې لپاره پرانېستل شوه


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له سپین بولدک ولسوالۍ نن د جولای پر ۱۷مه هم د جګړې راپورونه ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له سپین بولدک ولسوالۍ نن د جولای پر ۱۷مه هم د جګړې راپورونه ورکړل شوي.

یو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، د جولای پر ۱۷مه، د دوستۍ پر دروازه له یوې غونډې وروسته لاره د همدې ورځې تر ماښامه پورې پرانېستې وه.

دغه چارواکي مشال راډیو ته وویل، غونډه د پاکستاني سرحدي افسرانو او افغان طالبانو ترمنځ وشوه چې پکې دواړو خواوو د لارې د پرانېستو په اړه همغږي وښوده. یاد چارواکي دا تایید نه کړه چې د جولای پر ۱۸مه نېټه به لاره پراېستې وي او کنه؟

له دې اعلانه وروسته د دوستۍ د دروازې دواړو غاړو ته بند پاتې سلګونه مساپر د افغانستان او پاکستان لوري ته واوړېدل.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له سپین بولدک ولسوالۍ نن د جولای پر ۱۷مه هم د جګړې راپورونه ورکړل شوي.

دا ولسوالي د جولای پر ۱۴مه د طالبانو لاسو ته لوېدلې وه خو افغان چارواکو یوه ورځ وروسته ادعا کړې وه چې طالبان یې په شا تمبولي دي.

په سپین بولدک کې د جګړې له وجې د کندهار او د دې ولسوالۍ ترمنځ لاره بنده ده. د جولای پر ۱۶مه د بلوچستان چارواکو هم ویلي وو چې د چمن لاره یې تړلې او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

پاکستان د چمن لاره د مساپرو لپاره پرانېسته خو د تجارت لپاره بنده ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00

خو د جولای د ۱۷مې نېټې راپورونه وايي چې پاکستان یو وارې بیا د چمن او سپن بولدک دروازه پرانېستې او دواړو غاړو ته بند پاتې سلګونه کسان د پاکستان او افغانستان لوري ته اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونه د سپین بولدک د بیرته لاس ته راوړلو لپاره له طالبانو سره پر جګړې بوخت دي. په یاده ولسوالۍ کې دا جګړه په داسې حال کې روانه ده چې افغان چارواکي تور پورې کوي چې پاکستان د پولې پورې غاړې نه له طالبانو سره مرستې کوي.

د افغانستان مرستیال ولسمشر امر الله صالح د جولای پر ۱۵مه، پاکستان د طالبانو په ملاتړ او افغان هوايي ځواک ته په ګواښونو کولو تورن کړ خو پاکستان د جولای پر ۱۶مه دا تورونه رد کړل.

د جولای پر ۱۴مه د سپین بولدک ولسوالۍ د طالبانو لاسو ته له لوېدو وروسته، د سیمې خلک وايي، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. د فرانسې خبري اژانس په سیمه کې د خپل خبریال له خولې راپور ورکوي چې د پاکستان غاړې ته په یوه روغتون کې د لسګونو ژوبل شویو وسله والو درملنه روانه ده.

د جولای له ۱۴مې نېټې وروسته دا دوهم ځل دی چې پاکستاني چارواکي د چمن پوله پرانېزي تر دې وړاندې یې د جولای په ۱۵مه نېټه هم خلکو ته پر دې لاره د تګ راتګ اجازه ورکړې وه خو یوه ورځ وروسته د جولای پر ۱۶مه یې لاره بیا وتړله.

د عامو خلکو ترڅنګ د دواړو غاړو تجاران هم سر ټکوي چې د سپین بولدک د وروستي وضعیت او د چمن دروازې د بندیدو له وجې په ستونزو کې ګېر دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو د جولای پر ۱۶مه په یو خپور کړي ویډیويي پیغام کې ویلي، حکومت یې د افغانستان سره پر سرحد د هر ډول حالاتو سنبالولو ته چمتو دی.

نوموړي دا هم ویلي چې د افغانستان د بدلیدونکو حالاتو مخنیوی هغوی نه شي کولی خو هڅه به یې وي، داسې حالات رامنځ ته شي چې د دواړو غاړو نه د یو بل پر ضد کارروايي ونه شي.

XS
SM
MD
LG